ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د خلکو په شخصي لګښت د يوه سړک جوړولو چارې پيل شوې

پکتيا کې د خلکو په شخصي لګښت د يوه سړک جوړولو چارې پيل شوې

author avatar
24 Aug 2024 - 14:20
پکتيا کې د خلکو په شخصي لګښت د يوه سړک جوړولو چارې پيل شوې
author avatar
24 Aug 2024 - 14:20

ګردېز (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۳): د پکتيا ولايت څمکنيو ولسوالۍ کې د خلکو په اته میلیونه افغانۍ لګښت د یوه سړک د کانګرېټ کولو چارې پيل شوې.

د پکتیا د څمکنيو ولسوالۍ د څنارګي سیمې اوسېدونکي جانداد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دوی په سیمه کې د خلکو په شخصي لګښت د دوه کیلومتره سړک د کانګرېټ کولو چارې پيل شوې.

هغه وايي، پر دغه سړک شاخوا اته میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د سیمې د دوو سوداګرو له خوا ورکول کېږي.

هغه زیاتوي: «دا زمونږ د کلي سړک دی، د ولسوالۍ له عمومي سړکه چې کوم سړک زمونږ کلي ته راغلی دا ډېر خراب دی، د بارانونو پرمهال خلک پرې تګ راتګ نه شی کولای خو اوس به له خیره سره جوړ شي.»

دغه راز، د څنارګي یوه بل اوسېدونکي خواجه‌الدین پژواک ته وویل چې د دغه سړک د خرابوالي له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي، پر دغه سړک اته میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د ده او د سیمې د یوه بل سوداګر له خوا ورکول کېږي.

بل لورته حکومتي چارواکي هم د خلکو له لوري د دغه سړک جوړول تاییدوي.

د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور ریيس مولوي ثواب‌جان اسلاميار پژواک ته وویل چې د څمکنيو ولسوالۍ د څنارګي سیمې خلکو د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پيل کړې دي.

هغه وايي چې په دې وروستيو کې ډېرو خلکو د عامه پروژو پلې کولو ته مخه کړې چې حکومت یې ملاتړ کوي.

نوموړي له شتمنو او ملي سوداګرو غوښتنه وکړه چې د هېواد بيارغونې برخه کې دې خپلې همکارۍ نه سپموي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د پکتیا د ميرزکي ولسوالۍ د کړکين درې اوسېدونکو خپلې سيمې ته په شخصي لګښت یو سړک جوړ کړی دی.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.