Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فراه کې له څه باندې ۱۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۳): د فراه ولایت سیمه‌ییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ، له څه باندې ۱۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرستې د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ ۱۵۰۶ کورنیو ته وېشل شوې دي.

سرچینې لیکلي چې یادې مرستې د ملګرو ملتونو په مالي ملاتړ وېشل شوې دي او هرې کورنۍ ته یې په کې ۵۰ کیلوګرامه اوړه، پنځه لېتره غوړي، شپږ کیلو دال، یوه کیلو مالګه او یوه اندازه د ماشومانو تقویتي خواړه ورکړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.