کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۳): د اسلامي امارت کابینې د عامې روغتیا وزارت ته دنده سپارلې چې د درملو نرخونه کنټرول کړي او د خپل اصلي نرخ څخه په لوړه بیه یې د پلور مخنیوی وکړي.
د چارو ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت د کابينې غونډه د رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن ترسره شوه چې په کې په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.
خبرپاڼه کاږي، دغه غونډه کې د عامې روغتیا وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د درملو نرخونه کنټرول کړي، د خپل اصلي نرخ څخه په لوړه بیه يې د پلور مخنیوی وکړي او ټول درملتونونه متوجه کړي څو درمل په خپل مناسب قيمت وپلوري او د خلکو له مجبوريت ناوړه استفاده ونه کړي.
همدا راز د کابينې په دې غونډه کې کورنیو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې له نورو اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ دې د انسانانو قاچاق مخنیوي ته پاملرنه ډېره کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن