کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۳): د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ایټالیا د بهرنیو چارو له وزیر سره په تیلیفوني اړیکه کې ویلي چې تهران کې د اسرائیلو د اقدام په اړه غبرګون حتمي دی او دا غبرګون به «دقیق او حساب شوی» وي.
د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د روان کال د زمري میاشتې په ۱۰مه - چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکان د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته تللی و - په یوه برید کې ووژل شو.
د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا په راپور کې راغلي چې تېره ورځ د مصر، ترکیې، عربستان، ارمنستان، اذربایجان او ایټالیا بهرنیو چارو وزیرانو د ایران د بهرنیو چارو وزیر په توګه د سیدعباس عراقچي د ټاکل کېدو د مبارکۍ ویلو په موخه له هغه سره اړیکه نیولې وه.
عراقچي ویلي چې د خبرو له لارې د یوې «پياوړې او متحدې سیمې» پر لور حرکت، د سیمې له هېوادونو سره همکاري او د یو بل منل د ایران د بهرني سیاست لومړیتوبونه دي.
دغه راپور کې د عراقچي له قوله ویل شوي: «د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني تېره ورځ د مبارکۍ لپاره اړیکه نیولې وه، د سیمې په اړه مو مفصلې خبرې درلودې، هغه ته مې وویل چې په تهران کې د صهیونیستي ترهګر رژیم اقدام په اړه غبرګون حتمي دی، دا غبرګون به دقیق او حساب شوی وي، ایران د صهیونیستي رژیم پر خلاف د کړکېچ ډېرېدو په لټه کې نه دی، که څه هم چې له هغه ویره نه لري.»
له دې مخکې ایراني چارواکو هم ویلي وو چې د اسرائیلو اقدام به له غبرګون پرته پاتې نهشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP