Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دایکنډي کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه بند د جوړولو چارې پیل شوې

نیلي (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۳): د دایکنډي د شهرستان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له وچکالۍ سره د مبارزې او د کرنې وضعیت ښه‌ کېدو په ‌موخه یې د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د اوبو یوه بند جوړولو کار پیل کړی دی.

د هغوی په خبره، د اوبو یاد بند «ګل بادام»‌ نومول شوی او د جوړولو کار یې د تېرې چهارشنبې په ورځ (د زمري۳۱مه) د بالاقل شینیه لرې پرتې سیمې د غره په لمن کې پیل شو.

د یادې پروژې مسوول محمداخلاقي وايي، دغه بند د ژمي او پسرلي په لومړیو کې د اوبو کنټرول، د کرنیز وضعیت ښه‌والي او د برېښنا تولید په موخه جوړېږي.

هغه زیاته کړه، له دغه بند څخه به نږدې ۴۰۰ کورنۍ په مستقیمه توګه مستفیدې شي.

هغه زیاته کړه، د یاد بند د جوړولو لګښت د سیمې او خیرخواه خلکو له لورې ورکول کېږي خو هغه زیاتوي چې دغه پروژه به میلیونونه افغانۍ لګښت ولري.

ورته مهال، د یادې پروژې انجینیر عبدالخالق نجیز د دایکنډي ځایي رسنیو ته ویلي، د اوبو دغه بند به له ۳۵ تر ۴۰ مترو لوړوالی او ۱۵ متره پراخوالی ولري او په اساسي او معیاري ډول جوړېږي.

هغه زیاته کړه، د لومړنیو شمېرو له مخې، دغه بند به د ۱۵۰ زره مترمکعبه اوبو ذخیره کولو ظرفیت ولري او بودجې ته په کتو یې ظرفیت لوړېدای هم شي.

بلخوا، د سیمې یو اوسېدونکی حسین‌علي نیکزاد وايي، د وروستیو څو کلونو وچکالۍ له امله یې کرنیزې ځمکې او بڼونه له منځه تللي او دغه چاره د کډوالۍ د ډېرېدو لامل شوې ده.

د هغه په خبره، د بالاقل کلي اوسېدونکو د اوبو څاګانو او د اوبو د پایپونو پر سیسټم ډېر مصرف کړی خو مناسبه پایله یې نه درلوده، اړ شول چې بله لار ولټوي او پرېکړه یې وکړه چې د اوبو یو بند جوړ کړي.

هغه وویل: «د یاد بند جوړېدل د سیمې د خلکو په لګښت شوني نه دي خو د وطندوست او خیرغوښتونکو خلکو په مرسته کولای شو چې دغه پروژه بشپړه کړو.»

د سیمې اوسېدونکي له سوداګرو او نورو خلکو غواړي چې د دې پروژې په بشپړولو کې ورسره مرسته وکړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.