Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې لسګونه جريب د بنګو فصلونه واړول شول

جلال‌اباد (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۳): د ننګرهار امنيې قوماندانۍ له لوري په خوږياڼو او شېرزادو ولسواليو کې ۴۱ جريب د بنګو فصلونه له منځه یووړل شول.

مسوولين وايي، په دغه ولايت کې يې د بنګو د اړولو کمپاين پيل کړی او تر هغه وخته به دوام ولري چې په ټول ولايت کې د بنګو بوټي له منځه يوسي.

د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند حافظ عبدالبصير زابلي د وږي په ۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو درېيو ورځو راهیسې د دغه ولايت په خوږياڼو او شېرزادو ولسواليو کې د بنګو اړولو کمپاين دوام لري.

هغه زياته کړه، د ياد کمپاين پر مهال پر ۴۱ جريبه ځمکه کرل شوي بنګ له منځه وړل شوي او کمپاين لا هم دوام لري.

د زابلي د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت مشر د ځانګړي فرمان له مخې، په دغه ولايت کې د نشه‌يي توکو د کښت، قاچاق او کاروبار د مخنيوي کمپاين او هلې ځلې روانې دي.

دی وايي، له بنګ دانو څخه د چرسو نشه‌یي توکي جوړېږي چې په ځينو ولسواليو کې د کوکنارو د کښت له مخنيوي وروسته کروندګرو د بنګو کښت ته مخه کړې خو دوی یې د مخنيوي لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.

بلخوا، ځایي اوسېدونکي که څه هم له دغه کمپاين خوښ دي خو له کروندګرو سره د مرستو غوښتنه کوي.

اول خان چې د ننګرهار ولايت د خوږیاڼو ولسوالۍ د سپين راغه سيمې اوسېدونکی دی، وایي، په دغه سیمه کې د امنيتي منسوبينو له لوري د بنګو فصلونه اړول شوي دي.

هغه وويل، د کروندګرو ځمکې کمې دي او په دې خاطر چې ګټه ورته وکړي، پخوا يې کوکنار او اوس بنګ کري، خو دا هم حکومت منع کړل نو حکومت هم باید د کروندګرو د ستونزو حل لپاره له هغوی سره مرستې وکړي.

خو چارواکي وايي چې کروندګرو ته د بديل کښت لپاره وخت ناوخت اصلاح شوي تخمونه، کيمياوي سرې او نور اړين توکي ورکول کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.