Language

بلوچستان کې وسله‌والو ۲۳ کسان وژلي

کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۳): د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په بلوچستان ایالت کې وسله‌والو ۲۳ کسان له موټرو ښکته کړي او په ډزو یې وژلي دي.

د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه پېښه نن سهار د بلوچستان ایالت د موسی‌خېلو ولسوالۍ «ضلعه» سیمه کې شوې ده.

په راپور کې راغلي چې وسله‌والو د یادې ولسوالۍ په راشام سیمه کې د صوبې بين الصوبايي لويه لار تړلې او له څو بسونو يې مسافر ښکته کړي دي.

سرچینې لیکلي چې وسله‌والو وروسته له هغې د یادو مسافرو هویت کتلی او بیا یې پرې ډزې کړې دي چې له امله یې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي دي.

راپور کې راغلي چې وژل شوي کسان د پنجاب اوسېدونکي دي.

موسی‌خېل د بلوچستان مرکز کوټې ښار شمال ختيځ ته په ۴۵۰ کيلومترۍ کې پرته سيمه ده.