Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«خوست ښار کې ځیني پخواني مارکېټونه د نړېدو له ګواښ سره مخ دي»

خوست‌ښار (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۳): د خوست ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغه ښار کې ځيني پخواني مارکېټونه او ودانۍ د نړېدو له ګواښ سره مخ دي چې باید د مخنیوي لپاره یې اقدام وشي.

هغوی زیاتوي، که اړوند چارواکې دې برخې ته پر وخت پاملرنه ونه کړي، ښايي د مالي زيانونو ترڅنګ ځاني زيان هم خلکو ته واړوي.

که څه هم په خوست ښار کې نوې جوې شوو لوړپوړيزو ودانيو ښار ته ښکلا ورکړې، خو د دې ترڅنګ ځيني زړې او پخوانۍ ودانۍ او مارکېټونه بيا جدي بیارغونې ته اړتيا لري.

ښاريان وايي، دغو ودانيو او مارکېټونو نه يوازې دا چې د ښار ښکلا له منځه وړې، ترڅنګ يې د دوی ژوند ته هم ګواښ پېښ کړی دی.

د خوست ښار يوه اوسېدونکي محب‌الله ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وويل: «دا ځیني مارکېټونه ډېر پخوا جوړ شوي چې اوس نیم تخريب دي، څوک چې کاروبار په کې کوي او یا یې هم شاوخوا ته خلک دي، هغوی له مشکل سره مخ دي، بايد چې ترميم شي.

د ښار يوه بل اوسېدونکي محمديعقوب خان هم پژواک ته وويل چې په ښار کې ځيني پخواني مارکېټونه د نړېدو له جدي ګواښ سره مخ دي او زیاتوي که يې رغولو ته پر وخت پاملرنه ونه شي، ښايي په بشپړ ډول تخريب شي.

دی وايي: «هغه بله ورځ د یوه پخواني مارکېټ لاندې نه تېرېدم، له پاسه غټه د سمنټو تخته راوغورځېده خو زه ترې بچ شوم، نو په کار ده چې د دې غم زر وخوړل شي. يو ناڅاپه که زلزله شي، نو خدای مه کړه ډېر خلک به له خاورو سره خاورې شي.»

د خوست ښاريان دغه راز له مسوولو حکومتي ادارو غوښتنه لري چې د زړو او پخوانيو ودانيو ترڅنګ پر نوو جوړېدونکو ودانيو هم خپل څار زيات کړي، څو د خپلسرۍ او غيرمعياري کارونو مخه نيول شوې وي.

د ښار يو بل اوسېدونکی نجيب وايي: «دلته چې کوم مارکېټونه زه وينم، په داسې حالاتو کې دي چې خدای مه کړه که زلزله وشي، دا ټول ويجاړيږي او ورسره مالي او ځاني تلفات هم اوړي.»

ورته مهال، د خوست د ښار او کور جوړولو رياست مسوولين بيا ډاډ ورکوي چې دوی په دې برخه کې جدي کار پيل کړی دی.

د خوست د ښار او کور جوړولو رييس حضرت جمال پژواک ته وويل، هڅه يې دا ده چې زړې او پخوانۍ ودانۍ ړنګې او پر ځای يې په نوې او عصري نقشه سمبال نوې ودانۍ جوړې کړي.

دی زياتوي: «کومې ودانۍ چې اکسپاير شوې دي او غيرمعياري جوړې شوې دي، مخکې خو دا کانګرېټي سيسټم ډېر کمزوری و، په ډېرو ودانيو کې د سمنټو پر ځای چونه استعمال شوې او په ډېرو کې پخواني زاړه لرګي دي او احتمال شته چې دا چپه شي، نو موږ ان‌شاالله د دې لپاره نوی پلان لرو.»

د معلوماتو له مخې، د خوست ښار اوسنۍ نقشه د سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې، خو د نننۍ زمانې اړتياوو او د خلکو نفوس ته په کتو خوست ښار څو برابره پراختيا ته اړتيا لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.