کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۳): د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې د تازه پرېکړې له مخې، کارګو شرکتونه له ۴۶ کیلوګرامه کم او پوستي خدماتي شرکتونه له ۴۶ کیلوګرامه ډېر توکي نه شي انتقالولی.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې چې پرون جوړه شوې وه، د کارګو او پوستي خدمتونو وړاندېکوونکو شرکتونو د فعالیت او ستونزو او دغه راز یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث وشو.
سرچینې زیاته کړې، په غونډه کې له هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې کارګو شرکتونه مکلف دي څو د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر نظارت لاندې له ۴۶ کیلوګرامه کم توکي انتقال نه کړي او که دا ټاکل شوې اندازه په نظر کې ونه نیسي، د یاد وزارت له لوري به ورسره قانوني چلند کېږي.
سرچینه کاږي، پوستي خدماتي شرکتونه هم مکلف کړای شول چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تر نظارت لاندې به له ۴۶ کیلوګرامه زیات توکي نه انتقالوي او که له دې اندازې زیات توکي انتقال کړي، د یاد وزارت له لوري به قانوني چلند ورسره کېږي.
دغه راز، د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت، صنعت او سوداګرۍ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارتونو له استازو جوړې ګډې کمېټې ته دنده وسپارل شوه څو د عدلیې وزارت تر نظارت لاندې د پوستي خدمتونو قانون جوړ، د اقتصادي کمېسیون له لارې یې طی مراحل او د منظورۍ لپاره یې د اسلامي امارت مشرتابه ته وړاندې کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن