Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیا کې د بنګو نږدې ۱۴۰ جريب کښتونه له منځه وړل شوي

ګردېز (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۳): د پکتيا امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په ځاځي‌اريوب ولسوالي کې یې د بنګو ۱۳۸ جریب کښتونه له منځه وړي دي.

د پکتيا امنيې قوماندانۍ وياند منيب ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو درېيو ورځو کې امنیتي ځواکونو د ځاځي اريوب ولسوالۍ په کوز بيلوټ، بر بيلوټ او ځينو نورو سيمو کې د بنګو ۱۳۸ جريب فصلونه اړولي دي.

د ځدراڼ په خبره چې د بنګو کښتونو د له منځه وړو کمپاین لا هم په یاده سیمه کې روان دی.

ورته مهال، د ځاځي اريوب يو شمېر اوسېدونکي د بنګو کښتونو اړولو کمپاين ته خوښ دي خو د بديل غوښتنه یې کوي.

د بر بيلوټ سيمې يوه اوسېدونکي جنت‌ګل پژواک ته وويل، د سيمې خلک د مجبوریت له مخې په خپلو ځمکو کې بنګې کري.

هغه زیاته کړه، که حکومت او مرستندوی بنسټونه د بديل کښت لپاره تخمونه، کيمياوي سرې او د ځمکو خړوبولو لپاره اوبه ورته برابرې کړي، هيڅوک به بنګې ونه کري.

د سيمې يوه بل قومي مشر انور صديقي هم پژواک ته وويل چې مرستندويه ادارې او کرنې رياست دې له بزګرانو سره اړينې مرستې وکړي چې د چرسو پر ځای پر ځمکو نور څه وکري.

خو د پکتيا امنيتي مسوولين بیا وايي، د هر ډول نشه‌يي توکو د کښت، قاچاق او پلور مخنيوي لپاره جدي هلې ځلې کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.