Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیا کې د کورنیو صنعتي توکو او کرنیزو محصولاتو نندارتون جوړ شو

پکتیا کې د کورنیو صنعتي توکو او کرنیزو محصولاتو نندارتون جوړ شو

author avatar
27 Aug 2024 - 16:39
پکتیا کې د کورنیو صنعتي توکو او کرنیزو محصولاتو نندارتون جوړ شو
author avatar
27 Aug 2024 - 16:39

ګردېز (پژواک، ۶ وږي ۱۴۰۳): د پکتيا ولايت مرکز ګردېز کې د افغان توليد تر نامه لاندې د کورنیو صنعتي توکو او کرنیزو محصولاتو دری ورځنی نندارتون جوړ شو.

د مسوولينو په وينا په دغه نندارتون کې کورني صنعتي توکي او د پکتيا کرنیز محصولات نندارې ته اېښودل شوي دي.

د صنعت او سوداګری وزارت د نندارتونونو عمومي ریيس محمدقابل عابد د ياد نندارتون پرانيستې مراسمو کې وويل، دغه نندارتون د سيکارام احمدي شرکت او صنعت او سوداګری وزارت په ګډه همکارۍ جوړ شوی دی.

د هغه په وينا، له ياد نندارتون څخه موخه کورنیو توليداتو ته بازارموندنه او پر افغاني توکو د خلکو د باور زیاتول دي.

نوموړي وويل: «دغسې نندارتونونه چې د لاسي او صنعتي توکو لپاره وي دا به زموږ ملي اقتصاد په حرکت راولي، له دې سره به نور تجاران هم وهڅېږي څو په هېواد د ننه پانګونه وکړي او داخلي توکو ته به په بهرنيو هېوادونو کې د بازارموندنې برخه کې هم مرسته وکړي.»

دغه‌راز، د ياد نندارتون جوړوونکي او د سيکارام احمدي شرکت مسوول مسعود حقمل پژواک ته وويل، په ياد نندارتون کې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه په ۶۰ غرفو کې توليدي توکي او کرنیز محصولات نندارې ته اېښودل شوي دي.

د هغه په خبره، د دغه ډول نندارتونونو په جوړولو سره به خلک له خپلو کورنیو توليداتو سره آشنا شي او بازارموندنه به ورته وشي.

دغه‌راز، په دغه نندارتون کې یوه غرفه لرونکي محبوب‌الله محمدي پژواک ته وویل چې دا ډول نندارتون د داخلي توکو بازارموندنې برخه کې خورا ګټور وي.

هغه همداراز له صنعت او سوداګری وزارته وغوښتل چې د داخلي توکو لپاره بايد په بهر هېوادونو کې هم بازار پيدا او انتقال برخه کې يې اړينه مرسته وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مسوولينو په وينا، سږ کال به د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره د هېواد د ننه او بهرنيو هېوادونو کې ۵۰ نندارتونونه جوړ کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.