کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۳): د افغانستان ملي دفاع وزارت په ازبکستان کې د امریکا سفیر د وروستیو څرګندونو غبرګون کې ویلي چې په ازبکستان کې د افغانستان اړوند الوتکو او چورلکو د برخلیک په اړه هر ډول معامله د منلو وړ نه ده.
د راپورونو له مخې، د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري مياشتې تحول پر مهال د افغانستان د هوايي ځواک ځينو پيلوټانو ۲۲ پوځي الوتکې او ۲۴ چورلکې ازبکستان ته ولېږدولې.
ځینو رسنیو راپور ورکړی چې په تاشکند کې د امریکا سفیر جوناټن هېنک ویلي چې دغه الوتکې او چورلکې به په ازبکستان کې پاتې کېږي او په دې اړه یې له ازبکستان سره تړون رسمي شوی دی.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت د هېنک څرګندونو ته په غبرګون کې د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې په ازبکستان کې د افغانستان اړوند الوتکو او چورلکو برخلیک په اړه هر ډول معامله د منلو وړ نه ده.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، د ملي دفاع وزارت په ښکاره ویلي چې د امریکا متحده ایالات د افغانانو د شتمنیو د مصادرې او ډالۍ کولو حق نه لري.
په اعلامیه کې راغلي: «د ازبکستان له حکومته هیله کېږي چې په دې برخه کې له هر ډول راکړې ورکړې ډډه وکړي، د ښه ګاونډیتوب په نظر کې نیولو سره عاقلانه تصمیم ونیسي او د افغانستان هوايي ځواکونو د الوتکو او چورلکو په تسلیمولو کې همکاري وکړي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP