کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۳): په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازولي په ځینو هېوادونو کې د بیزو تڼاکې (اېمپاکس) ناروغۍ له خپرېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي، دغه سازمان د دې ناروغۍ مخنیوي ته د یوه لومړيتوب په توګه ځواب ورکوي.
د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیواېچاو) نن (سهشنبې، د وږي ۶مه) پر خپله فېسبوکپاڼه «د اېمپاکس ناروغي څه ده؟» تر سرلیک لاندې یو مطلب خپور کړی دی.
سرچینې لیکلي چې د بیزو تڼاکې (اېمپاکس) ناروغي یو انتاني ویروس دی چې له یوه کس څخه بل ته خپرېږي او پر بدن، مخ، لاسونو، پښو، سترګو، خوله او تناسیلي الې د دانو راپورته کېدل، تبه، د غړو درد او کمزورتیا یې نښې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه په افغانستان کې د بیزو تڼاکې ناروغۍ کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو د روغتیا نړۍوال سازمان په دغه مطلب کې خلکو ته په اشاره لیکلي: «که فکر کوئ چې پر اېمپاکس اخته یاست، نو له ډاکټره مشوره واخلئ، د امکان په صورت کې په کور کې له نورو جلا شئ، له نورو سره له تماس په ډډه کولو سره هغوی پر دې ناروغۍ له اخته کېدو وساتئ او د اړتیا پر مهال له ماسکه استفاده وکړئ.»
سرچینه لیکي، د بیزو تڼاکې ناروغي ښايي له ناروغ کس سره د تماس له لارې روغ کس ته خپره شي چې دغه تماس کېدای شي د ناروغ له جلد، مخ، خولې، لاسونو، جامو او نورو شیانو سره د تماس له لارې وي.
دغه سازمان په ټینګار ویلي چې له ناروغ کس څخه روغ ته د دې ناروغۍ مخنیوي لپاره باید حفظ الصحه په جدي ډول مراعات او ناروغ کس خپل ځان ته جلا ځای غوره کړي.
د دغه مطلب په بله برخه کې راغلي چې ډېری ناروغان بې له درملنې په بشپړ ډول بېرته ښه کېږي، خو په ځینو مواردو کې ښايي ناروغي سخته شي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي: «امپاکس ناروغي دا مهال په ځینو هغو هېوادونه کې خپره شوې چې مخکې د دې ناروغۍ پېښې پکې نه وې، په داسې حال کې چې د دې ناروغۍ خطر د ټولو خلکو لپاره کم دی، د روغتیا نړۍوال سازمان د دې ناروغۍ خپرېدو ته د یوه لومړيتوب په توګه ځواب ورکوي.»
سرچینې زیاته کړړ: «په هغه څه چې موږ د دې ناروغۍ د خپرېدو په اړه پوهیږو، په چټکۍ سره د بدلون په حال کې ده، موږ هره ورځ د هغه په اړه نوي شیان زده کوو.»
سرچینې زیاته کړې چې په دې ناروغۍ د اخته کېدو له امله خلکو ته په سپکه سترګه کتل هیڅکله د منلو نه دي، ښايي هر څوک د بیزو تڼاکي په ناروغۍ اخته شي او یا یې نورو ته ولېږدوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن