کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۳): د ملي دفاع وزارت چارواکي د پاکستان د لومړي وزیر تازه ادعا چې ګواکې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان مرکزونه دي، ردوي او وايي چې ټيټيپي په پاکستان کې «ښکاره» مرکزونه او تر خپل واک لاندې سیمې لري او عملیات له هغه ځایه تنظیموي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف پرون ادعا کړې وه چې تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) د دغه هېواد پر وړاندې خپل ترهګریز بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیموي.
شریف دغهراز ویلي، د ټيټيپي په اړه یې خپلې اندېښنې په وار وار د افغانستان له سرپرست حکومت سره شریکې کړې، خو هغه اقدامات چې پاکستان یې تمه لري، نه دي ترسره شوي.
خو قاري فصیحالدین فطرت د افغانستان د وسلهوال ځواک لوی درستیز د شهباز شریف یاده ادعا رد کړې او وايي: «دا ضروره نه ده چې پاکستاني چارواکي په وار وار خپله کمزوري پر افغانستان واچوي چې ګواکې ټيټيپي دلته ده او له دغه ځایه بریدونه تنظیموي، نه؛ دا موږ په قطعي ډول ردوو، ټيټيپي د افغانستان په خاوره کې نه مرکز لري او نه شتون لري او نه له دغه ځایه تمویلېږي او نه تجهیزیږي.»
هغه زیاتوي، ټول پوهېږي چې ټيټيپي په پاکستان کې ښکاره مرکزونه او تر خپل واک او تصرف لاندې سیمې لري او له هغه ځایه د نظامیانو او پاکستان حکومت پر وړاندې عملیات کوي.
نوموړي زیاته کړه: «دا یوه واضح او ښکاره مسئله ده چې هغوی (ټيټيپي) هلته خپل مرکزونه لري او په افغانستان کې هیڅوک دا نه شي ثابتولی چې د افغانستان په یوه برخه کې ټيټيپي ځان ته مرکزونه لري.»
فطرت وايي، اسلامي امارت خپلې دې ژمنې ته چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي ژمن دی.
دغهراز، د ملي دفاع وزارت د پالیسي او ستراتیژي معین مولوي قاسم فرید هم د پاکستان د لومړي وزیر ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د پاکستاني طالبانو مسئله د هغه هېواد کورنۍ ستونزه ده.
هغه د افغانستان خاوره کې د پاکستان د برید ګواښ ته په اشاره وویل چې د هېواد پوځ له خپلو ټولو پولو دفاع کوي او هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان پر خاوره برید وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن