ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ اوسېدونکي د سېلابونو له امله د ویجاړو شوو لویو لارو بیارغونې غوښتنه کوي

د کونړ اوسېدونکي د سېلابونو له امله د ویجاړو شوو لویو لارو بیارغونې غوښتنه کوي

author avatar
29 Aug 2024 - 12:50
د کونړ اوسېدونکي د سېلابونو له امله د ویجاړو شوو لویو لارو بیارغونې غوښتنه کوي
author avatar
29 Aug 2024 - 12:50

اسعداباد (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۳): د کونړ اوسېدونکي له حکومت او مرستندویه ادارو غواړي چې په دغه ولایت کې د ورستیو سېلابونو له امله زیانمې شوې لویې لارې بېرته ورغوي او مسوولین وايي، د یادو لارو د جوړېدو هڅې یې پیل کړې دي.

د کونړ ولایت اوسېدونکي وایي، د وروستیو سېلابونو او د سیند اوبو د ډېروالي له امله د اسعداباد - پارون او د اسعداباد – غازي‌اباد او ناړۍ ولسوالیو ترمنځ غځېدلی سړک سخت زیانمن شوی چې دوی یې د تګ راتګ پر مهال له ستونزو سره مخ کړي دي.

د ماڼوګي ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالبصیر وویل: «د تېرې یوې اونۍ د سختو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي وو چې د اسعداباد او پارون ترمنځ د غځېدلې لویې لارې ډېره برخه یې تخریب کړې او د موټرو تګ راتګ یې ستونزمن کړی دی.»

دغه راز، د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی او قومي مشر ولایت‌خان وایي، تېرو څو میاشتو کې د سیند اوبو د ډېروالي له امله څو ځله د اسعداباد - ناړۍ ترمنځ غځېدلی سړک تړل شوی او د سړک ډېرې برخې هم زیانمنې شوې دي.

هغه وویل: «د بارانونو او سېلابونو له امله تېرو څو میاشتو کې څو ځل د ناړۍ په خاور سیمه کې د سیند د اوبه د ډېروالي پرمهال چې د سړک ګڼې برخې ویجاړې شوې، د ترافیکو پرمخ لاره وتړل شوه او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړل.»

هغوی له حکومت او مرستندویه ادارو غواړي چې د سېلابونو له امله د یاد سړک زیانمنې شوې برخه بیا ځل په اساسي ډول ورغوي.

ورته مهال، د دغه ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولین هم مني چې د نورستان - کونړ د لویې لارې ترڅنګ د مرکز اسعداباد او یو شمېر ولسوالیو لویې لارې هم د سېلابونو او د سیند اوبو د ډېروالي له امله زیانمنې شوې دي خو په خبره یې هڅه کوي له خپلو ټولو امکاناتو په ګټې اخیستنې یې د بېرته جوړېدو چارې پیل کړي.

د یاد ریاست رییس قاري قدرت‌الله معاذ پژواک خبري اژانس ته وویل: «رښتیا هم چې د نورستان او کونړ ترمنځ غځېدلې لویه لار ډېره کنډوکپر او د سېلابونو له امله تخریب شوې ده چې د موټرو تګ او راتګ پرې ستونزمن شوی، زموږ هڅه ده چې په خپلو ټولو امکاناتو د لارې په اوږدو کې تخریب شوې برخه بیا ځل ورغوو.»

هغه زیاتوي چې ناړۍ ولسوالۍ کې یې سږ کال د سړک د تخریب مخنیوي په موخه د سیند یوې برخې ته د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت استنادي دېوال جوړ کړ چې تر ډېره یې د سړک د خرابوالي او ویجاړېدو مخه نیولې ده.

د یادونې ده چې تېرو درېیو میاشتو کې ورښتونو او سېلابونو د هېواد په ډېر شمېر ولایتونو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واړول او ګڼ شمېر ټولګټې پروژې یې زیانمنې کړې.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.