کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، ملا عبدالغني برادر د ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون په موخه د ازبکستان ترمذ ښار ته ولاړ.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړی پلاوی نن د ازبکستان هېواد په رسمي بلنه د ترمذ سرحدي ښار ته په سفر ولاړ.
خبرپاڼه کاږي، ټاکل شوې چې نن به په دغه ښار کې «ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز» د ا.ا د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، د ازبکستان د لومړي وزیر، د اذربایجان د لومړي وزیر د مرستیال او همدا راز د قزاقستان او قرغیزستان د لوړو پوړو چارواکو په حضور کې پرانیستل شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن