ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«کابل ته له پنجشېره د اوبو لېږد پروژې په پلې کېدو به دوه میلیون خلک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي»

«کابل ته له پنجشېره د اوبو لېږد پروژې په پلې کېدو به دوه میلیون خلک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي»

author avatar
29 Aug 2024 - 16:05
«کابل ته له پنجشېره د اوبو لېږد پروژې په پلې کېدو به دوه میلیون خلک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي»
author avatar
29 Aug 2024 - 16:05

کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۳): یو شمېر کابل ښاریان په داسې حال کې د اوبو له کمښته شکایت کوي چې د اوبو او برېښنا وزارت وايي، کابل ته د پنجشېر سیند اوبو د لېږد پروژې په پلي کېدو سره دغه ښار کې دوه میلیون کسان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کوي.

د اوبو او برېښنا وزارت ویاند قاري مطیع‌الله عابد پژواک خبري اژانس ته وویل چې کابل ته د پنجشېر سیند لېږدېدونکې اوبه دوه متر مکعبه دي او دوه میلیون کسان به ورڅخه برخمن شي.

هغه زیاته کړه چې د دې پروژې سروې او ډیزاین بشپړ او د منظورۍ په موخه د اسلامي امارت مشرتابه ته استول شوي دي.

د هغه په خبره، دغه پروژه کولای شي تر ډېره کابل ښار کې د اوبو د کمښت ستونزه هواره کړي او دوه میلیون کسان به له پاکو اوبو برخمن شي.

بلخوا، هغه ټینکار کوي چې نه یوازې په کابل، بلکې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم خلک د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي برخه کې له ستونزو سره مخ دي خو د اوبو او برېښنا وزارت ورته پاملرنه کړې ده.

هغه څرګنده کړه چې د پلانونو پلي کېدل او د لنډمهاله او اوږدمهاله پروژو کارونه پیل شوي دي.

عابد وویل چې پر حمامونو، موټر مینځلو، فابریکو او دغه شان پر نورو د اوبو عمده ‌مصرفوونکو د اوبو دوراني سیسټم جوړول او د جذبي څاګانو کېندل حتمي شوي او د څارنې ټیمونه دغه مسله ارزوي.

هغه یادونه وکړه چې د طرزالعمل له مخې، هغه کسان چې غواړي څاه وکېندي، تر څنګ یې باید جذبي څاه هم ولري، څو د ځمکې لاندې اوبه تامین شي.

دغه راز، هغه زیاته کړه چې د اخیستل شوو نمونو له مخې، د ځمکې لاندې اوبو کچه د کابل په بېلابېلو سیمو کې توپیر لري؛ د دغه ښار په لودیځو ساحو کې د اوبو کچه له ۳۰ تر ۴۰ مترو ټیټه شوې چې دغه کچه بیا د ښار په ختیځو سیمو کې توپیر لري.

عابد له کابل ښاریانو وغوښتل چې د اوبو او برېښنا وزارت طرزالعمل په پام کې ونیسي او د اوبو په مصرف کې له احتیاط کار واخلي.

بلخوا، د اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت د عمومي ریاست عملیاتي رییس انجنیر نصیراحمد احمدي هم وايي چې کابل ته د پنجشېر سیند د اوبو لېږد، د اسلامي امارت یوه بنسټیزه پروژه ده.

هغه زیاته کړه چې د دې پروژې د ډیزاین چارې د اوبو او برېښنا وزارت له لوري بشپړې شوې او کله چې اوبه کابل ښار ته ولېږدول شي، د شبکې جوړولو او د اوبو د وېش چارې د دغه ریاست پر غاړه دي.

د هغه په وینا، کابل ته د پنجشېر سیند اوبو په رسېدو سره د زیات شمېر کابل ښاریانو د اوبو د کمښت ستونزه هوارېږي.

نوموړي زیاته کړه، هڅه کوي څو د کابل ښار د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو لپاره د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.

په همدې حال کې، ځیني کابل ښاریان وايي چې د اوبو له کمښت سره مخ دي.

د کابل ښار د چهلستون اوسېدونکي محمد غورځنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه سیمه کې د اوبو کمښت ډېر دی او هره ورځ په یوه اوږده قطار کې د اوبو ترلاسه کولو لپاره دریږي.

هغه وویل، کور ته یې نږدې یوه څاه ده چې په بهر کې د یوه مېشت افغان په لګښت وهل شوې او تر اوسه د حکومت له لوري د سروې لپاره دې سیمې ته څوک نه دي ورغلي.

هغه څرګنده کړه چې سړي، ښځې، هلکان او نجونو د اوبو ترلاسه کولو لپاره راځي چې خپلو کورونو ته د اوبو انتقال برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د غورځنګ په خبره، د کراچۍ لپاره د لارې نشتوالي له امله هره ورځ ۱۵ بوشکې اوبه په لاس کې کورته وړي.

هغه له حکومته د خلکو دې ستونزې ته د رسېدو غوښتنه وکړه.

د کابل ښار د وصل‌اباد سیمې اوسېدونکی عبدالحمید وايي، له اوبو پرته ژوند ممکن نه دی او دی هم په دې سیمه کې د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دی.

هغه زیاته کړه: «مخکې د اوبو ترلاسه کولو وخت معلوم و، مازدیګر یا سهار به اوبو پسې راتلو، خو اوس یې وخت نه دی معلوم او خلک نه‌شي کولای چې یو وخت هم سمې اوبه ترلاسه کړي.»

هغه هم له حکومته وغوښتل څو د اوبو د کمښت برخه کې د خلکو ستونزو ته پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) تازه پر اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو ویلي چې په افغانستان کې د تودخې درجې لوړېدل د اوبو د کمښت ستونزې ډېرېدو لامل شوي دي.

د دغه بنسټ په خبره، په افغانستان کې ۶۷ سلنه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

بلخوا، د اوبو او چاپېریال ساتنې چارو پوهان وايي چې د کابل ښار په ځینو سیمو کې د اوبو کمښت د دې لامل شوی څو خلک ورځ تر بلې له زیاتېدونکي ناورین سره مخ شي او دغه ستونزه یوې بېړنۍ حل‌لارې ته اړتیا لري.

د اوبو او چاپېریال ساتنې چارو کارپوه نجیب‌الله سدید وویل چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو کچه مخ په ټیټېدو ده او دغه کچه د ښار په بېلابېلو ځایونو کې په منځني ډول له یوه تر دوو مترو او په ځینو سیمو کې ان تر پنځو مترو ټيټه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د کابل په ډېری سیمو کې څاګانې وچې شوې دي او خلک تر ۲۰۰ متره د ډېرو ژورو څاګانو کېندلو توان نه‌لري او دا چاره د دې لامل شوې څو خلک له یوه بحراني حالت سره مخ شي.

هغه زیاته کړه، په اوږدمهال کې به ډېر کارونه وشي خو په کابل ښار کې د اوبو د کمښت ستونزه یوې بېړنۍ حل‌لارې ته اړتیا لري چې هغه د پایپ‌لاین له لارې د پنجشېر له فرعي حوزې د اوبو لېږد دی او دغه کار باید وشي او د سرپرست حکومت په لوړیتوبونو کې ځای ولري.

نوموړي زیاته کړه: «په اوږد او منځ مهال کې ښکاره ده چې کابل د نورو سترو پروژو تطبیق ته اړتیا لري، لکه د شاه‌توت بند جوړولو په څېر، څو له یوې خوا وکولای شي ۲.۲ میلیون خلکو ته اوبه ورسوي او بلخوا د ځمکې لاندې اوبو زېرمې پیاوړې کړي.»

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.