Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جرمني ۲۸ افغان کډوال را ایستلي

کابل (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۳): رسنیو راپور ورکړی چې جرمني د هغو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې چې مجرم پېژندل شوي او په لومړي پړاو کې یې ۲۸ افغانان له دغه هېواده را ایستلي دي.

شپېګل ورځپاڼې یوه راپور کې ویلي چې نن ۲۸ «مجرم» افغانان له لایپزیګ هوایي ډګر څخه د کابل پر لور الوتنه کې را ایستل شوي دي.

د راپور له مخې، دغه کډوال چې جرمي مخینې یې درلودې، د المان له بېلابېلو ایالتونو څخه افغانستان ته را استول شوي او د المان دولت دغو مجرمینو ته زر زر یورو هم ورکړې دي.

دغه راپور کې راغلي چې د جرمني دولت په غیرمستقیم ډول د قطر په منځګړیتوب د افغان مجرمو کډوالو د ایستلو په اړه له اسلامي امارت سره خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې، المان دغه‌ راز د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو، لکه ازبکستان سره هم خبرې کوي.

دا په داسې حال کې چې په غبرګولي میاشت کې په المان کې پر یوې ناسته «د یوه افغان کډوال» برید په دغه هېواد د مجرمو کډوالو پر ایستلو د فشار ډېرېدو لامل شو.

دغه برید ډېر غبرګونونه را وپارول او د المان لومړي وزیر وویل چې جنایتکاران به اخراجوي، که له افغانستان او سوریې هم راغلي وي.

د یادونې ده چې دا د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته لومړی ځل دی چې المان افغانستان ته کډوال اخراجوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.