کابل (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۳): د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي له امیرخان متقي سره په لیدنه کې له اسلامي امارت غوښتي څو د نجونو زدهکړو او د ښځو کار په اړه پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي.
د اسلامي همکاریو سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت په کامرون کې د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ۵۰مې ناستې په څنډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو د افغانستان امنیتي، بشري او اقتصادي وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو پنځوسمه ناسته پرون «د لېږد رالېږد د زیربناوو پراختیا او د اسلامي همکاریو سازمان دننه اړیکې؛ له ناامنۍ او بېوزلۍ سره د مبارزې اصلي وسیلې» تر سرلیک لاندې پیل شوه او نن به هم دوام ولري.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د اسلامي همکاریو سازمان او ځينو نورو هېوادونو په وار وار په افغانستان کې د بشري حقونو پر رعایت، په ځانګړي ډول د ښځو د کار او زدهکړې پر حقونو ټينګار کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP