پلخمري (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۳): د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د «فتحې درېیمې کالیزې» سرلیک لاندې مشاعره وشوه.
دغه مشاعره چې د تېرې شپې تر ناوخته یې دوام درلود، لسګونو شاعرانو، د پوهنتون استادانو، ځوانانو او ځینو دولتي چارواکو په کې ګډون کړی و.
د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي مصطفی هاشمي په دې ناسته کې وویل، دغه ډول فرهنګي ناستې د ځوانانو د فکري ودې او د خپل لرغوني تاریخ په اړه د پوهېدو اسانه لار ده.
هغه زیاته کړه: «افغانستان تازه له یوې درنې خونړۍ جګړې راوتلی، ځوان نسل یې پرته د جګړې له ترخو خاطرو نور څه نه دي لیدلي، په کار ده چې له خپلې ژبې، فرهنګ او منل شوو دودونو د ملاتړ لپاره دغسې فرهنګي او کلتوري غونډې جوړې شي.»
هغه له شاعرانو وغوښتل چې د خپل قلم او شعر له لارې د خپلو خلکو پرمختک او یووالي ته کار وکړي.
د مشاعرې ویناوالو او شاعرانو هم په افغانستان کې د تېرو جګړو، ناخوالو، ازادۍ، مینې او یووالي په اړه شعرونه ولوستل او له چارواکو یې د دغه ډول نورو فرهنګي غونډو د جوړولو غوښتنه وکړه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن