Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یوه معلول افغان لامبو وهونکي د پاریس پارالمپیک سیالیو کې د نقرې مډال وګاټه

کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۳): یوه معلول افغان لامبو وهونکي عباس کریمي د پاریس پارالمپیک سیالیو کې د نقرې مډال ګټلی دی.

عباس کریمي په دې سیالۍ کې ۴ پر ۵۰ متره واټن په دوو دقیقو او ۱۸ ثانیو کې وواهه او د نقرې مډال په ګټلو سره یې دویم مقام ترلاسه کړ.

عباس کریمي پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د پاریس پارالمپیک سیالیو کې یې د نقرې مډال ګټلی دی.

 افغان‌الاصل امریکایي معلول عباس کريمي په دغو سیالیو کې د امریکا په لوبډله کې برخه اخیستې وه.

دغه راز، په دغو سیالیو کې  چین لومړی مقام ترلاسه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د پارتکواندو یوې افغانې ورزشکارې ذکیې خدادادي هم د پاریس پارالمپیک سیالیو کې د برنز مډال ګټلی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.