ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې دوو قومونو له سل کاله دښمنۍ وروسته روغه وکړه

غور کې دوو قومونو له سل کاله دښمنۍ وروسته روغه وکړه

author avatar
31 Aug 2024 - 16:44
غور کې دوو قومونو له سل کاله دښمنۍ وروسته روغه وکړه
author avatar
31 Aug 2024 - 16:44

فیروزکوه (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۳): غور کې د دوو قومونو ترمنځ سله کلنه دښمني چې له امله یې د دواړو خواوو سل کسان وژل شوي وو، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په منځنګړیتوب پای ته ورسېده.

د یادونې ده، د غور د دولت‌یار ولسوالۍ دوو لویو قومونو «یایمني او سردار» پرون (جمعه، د وږي ۹مه) وروسته له سل کاله دښمني د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرپرست نورالله نوري او ځایي مسوولینو په منځګړیتوب د دغه ولایت د کنفرانس په سالون کې د یوې لویې ناستې په ترڅ کې خپلې دښمنۍ ته د پای ټکی کېښود او روغه یې وکړه.

د یادو دوو قومونو مشران وايي، دښمني یې د ځمکې پر سر شخړې له امله پیل شوې وه چې د تېرو سلو کلونو په اوږدو کې د دواړو خواوو څه باندې ۳۰۰ کسان وژل شوي، سلګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې او ډېر له ستونزو ډک ژوند یې وکړ.

د سرحدونو وزارت: د ا.ا له بیا واکمنېدو وروسته په هېواد کې د دښمنیو ۴۵۰ خطرناکې قضیې حل شوې دي

د هېواد د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست مولوي نورالله چې په دې ناسته کې یې خبرې کولې، د خپل سفر یوه موخه د سردار او تایمني قومونو ترمنځ د څو کلنې دښمنۍ پای ته رسول وبلله.

نوموړي په یاده ناسته کې وویل: «غور ته زموږ د راتلو موخه د دولت‌یار ولسوالۍ د ټایمني او سردار قومونو ترمنځ د سولې ټینګښت دی، لکه څنګه چې سوله کې خیر دی، موږ له دې دوو لویو قومونو غواړو چې د اختلافونه د زړه له کومې له منځه یوسي او د سولې په چاپېریال کې ژوند وکړي چې له نېکه ‌مرغه نن یې شاهدان یو.»

هغه زیاته کړه، د تایمني او سردار قومونو ژمنه وکړه چې له پرېکړې د سرغړونې په صورت کې به اسلامي امارت ورسره جدي او قانوني چلند کوي.

هغه دغه‌راز وویل، اسلامي امارت تل هڅه کوي چې افغانستان کې ټول مېشت قومونه په بشپړ اتحاد او اتفاق کې ژوند وکړي.

د هېواد د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست دغه‌راز وايي، د اسلامي امارت له حاکمیته تر اوسه د هېواد په کچه د قومي دښمنیو ۴۵۰ خطرناکې قضیې په بنسټیزه توګه حل او فصل شوې دي.

نوموړي زیاته کړه چې یاد وزارت په خپلو هڅو کوښښ کوي څو د ټولو قومونو ترمنځ سوله، ورورولي او اخوت راولي څو ټول په یووالي او یو بل منلو سره سوله‌ییز ژوند ولري.

د دواړو قومونو مشرانو هم له خپلو دښمینو پښېمانې وښوده

د تایمني یو قومي مشر مولوي عبدالرحمن مزمل چې په یاده غونډه کې یې حضور درلود، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت او د دغه ولایت د ځايي مسوولینو د هڅو هرکلی وکړ.

هغه وویل: «موږ له سردار قوم سره له څه باندې سلو کلونو راهیسې د ځمکې پر سر شخړه درلوده، له دواړو خواوو څه باندې ۳۰۰ کسان ووژل شول، سخت مالي زیانونه واوښتل، تېښته او ډېر مهاجرتونه مو کړي، اوس چې وزیر صاحب او د غور ځايي مسوولینو دغه پرېکړه وکړه، موږ خوښ یو.»

نوموړي چې له پخوانیو دښمنیو پښېمانه دی زیاته یې کړه، دښمني او شخړه له بدبختۍ او ذلت پرته بله هیڅ ګټه نه‌لري او د تباهۍ، وژلو، ورانیو او کډوالیو لامل ګرځي.

هغه له نورو هغو قومونو چې یو د بل ترمنځ دښمنۍ لري غواړي څو اختلافونه، بدنظرۍ او دښمنۍ پرېږدي او په سوله، یووالي او یو بل منلو فضا کې ژوند وکړي.

بلخوا، د سردار قوم له مشرانو نوراحمد تقي‌زاده هم له یاد اقدامه هرکلی وکړ او وايي: «د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر او د غور له والي مننه کوو چې هڅه یې وکړه، څو دې قضیې ته چې کلونه کیږي، ستونزې یې پیدا کړي، د پای ټکی ورته کیږدي، مشرانو چې هره پریکړه وکړه، منو یې او عمل پرې کوو، له بده مرغه دښمنۍ د دې لامل شوې وې چې په یوه ورځ کې څه باندې ۵۰ کسان شهیدان شي، بې‌کوره شوو او ډېرې سختۍ مو ولیدلې او الحمدالله نن ډېر خوشاله یو.»

نوموړي هم له تایمني قوم سره له څو کلنې دښمنۍ پښېمانې ښيي او زیاتوي: «کاش د قضیې په لومړیو کې پرېکړه کېده څو په اوږده موده کې څوک نه شهيدانېدلی، کډوالۍ ته نه اړ کېدلای، په ذلت او خوارۍ او بدبختیو کې یې ژوند نه کولای، اوس هم ښه وشو چې حق حقدار ته وسپارل شو او زموږ ترمنځ سوله راغله، له دې وروسته به ارام ژوند ولرو.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې نورو قومونو هم په غور ولایت کې خپل اختلافونه پرېیښي او له یو بل سره یې سوله کړې ده.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.