ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت: د هوایي دفاع لپاره د وسلو پېرلو په اړه له روسي چارواکو سره هیڅ خبرې نه دي شوې

دفاع وزارت: د هوایي دفاع لپاره د وسلو پېرلو په اړه له روسي چارواکو سره هیڅ خبرې نه دي شوې

author avatar
31 Aug 2024 - 11:19
دفاع وزارت: د هوایي دفاع لپاره د وسلو پېرلو په اړه له روسي چارواکو سره هیڅ خبرې نه دي شوې
author avatar
31 Aug 2024 - 11:19

کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۳): دفاع وزارت سپیناوی ورکړی چې د هوایي حریم ساتنې لپاره د تجهیزاتو پېرلو په اړه له روسي چارواکو سره تر اوسه هيڅ خبرې نه دي شوې او په دې اړه د دفاع وزارت د لوژستیک د رییس خبرې تحریف شوې دي.

دفاع وزارت دغه سپیناوی په داسې حال کې کوي چې له دې مخکې د روسیې خبري اژانس ټاس تېره ورځ په یوه راپور کې ویلي وو چې د دفاع وزارت د لوژستیک رییس عبدالبصیر صابري له دغه اژانس سره په خبرو کې ویلي چې اسلامي امارت پلان لري د افغانستان هوایي حریم ساتنې لپاره روسي تجهیزات وپېري.

خو د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي پر خپله اېکس‌پاڼه د دفاع وزارت د لوژستیک د رییس خبرې د ټاس خبري اژانس له خوا تحریف شوې وبللې.

هغه زیاته کړې: «د هوایي حریم ساتنې لپاره د وسلو پېرلو په اړه تر اوسه له روسي چارواکو سره خبرې نه دي شوې.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د دفاع وزیر ملا محمدیعقوب مجاهد د افغانستان هوایي حریم کې د بې‌پیلوټه الوتکو ګرځېدو ته په اشاره ویلي وو، اسلامي امارت هڅه کوي چې د هېواد هوایي حریم کنټرول په خپل لاس کې واخلي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.