Language

د پکتیا په شاهي‌کوټ دره کې په لومړي ځل مشاعره جوړه شوه

ګردېز (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۳): د پکتيا د روحاني بابا ولسوالۍ اړوند په شاهي‌کوټ دره کې د لومړي ځل لپاره د شاعرانو، حکومتي مسوولینو او عامو خلکو په ګډون یوه لویه مشاعره جوړه شوه.

دغه مشاعره پرون له غرمې وروسته د پکتيا ملي راډيو ټلوېزون په نوښت جوړه شوې وه.

د مشاعرې پرانیستونکي وينا کې د حج او اوقافو وزارت مرستيال عزیزالرحمن منصور وويل، له امریکايي ځواکونو سره لومړۍ مخامخ جګړه او جهاد په دې دره کې پيل شول.

هغه زیاته کړه: «د شاهي‌کوټ له درې نه يوازې پر روسي ځواکونو بريدونه شوي، بلکې افغانستان ته د امريکايي ځواکونو له راتګ وروسته د يادو ځواکونو پر وړاندې لومړی مخامخ جګړه په همدې دره کې ترسره شوې، له همدې امله دا دره بايد د يوه تاريخي ځای په توګه ثبت شي.»

د نوموړي په خبره، لومړی ځل دی چې په شاهي‌کوټ دره کې دا ډول مشاعره ترسره کېږي او ګڼ شمېر مسوولين او خلک په کې ګډون کوي.

دغه راز، د یادې مشاعرې یوه ګډونوال او  شاعر حبیب‌الله محمدي پژواک ته وویل چې دغه ډول مشاعرې د خلکو ترمنځ د یووالي لپاره خورا مهمې دي.

هغه زیاته کړه: «دغه ډول مشاعرې د شعري ذوق پاللو او د خلکو ترمنځ د فاصلو کمولو لپاره مهمې دي.»

په ياده مشاعره کې د يو شمېر شاعرانو له خوا شاهي‌کوټ سيمې ته ليکل شوي شعرونه هم ولوستل شول او د دې سيمې د سخت او پېچلي جغرافیايي جوړښت او دنګو غرونو يادونه په کې شوې وه.

ترانه ویونکو هم د شاهي‌کوټ په ځانګړې مشاعره کې خپلې حماسي او وطني ترانې زمزمه کړې.

د شاهي‌کوټ مشاعره کې يو شمېر شاعرانو بيا له مسوولينو غوښتنه وکړه چې په ياده دره کې دې هر کال په رسمي توګه دا ډول مشاعرې جوړه کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.