سرپل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۳): د سرپل د کرنې ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د انګورو حاصلاتو ډېرېدو خبر ورکوي، خو بڼوال وایي چې حکومت باید بهر ته د دغه محصول صادرانو برخه کې پاملرنه وکړي.
د سرپل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر شریفالله مصدق پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېر کال د دغه ولایت له باغونو ۷۰ زره مټریک ټنه انګور ترلاسه شوي وو، خو سږکال د څه باندې ۱۲۰ زره مټریک ټنو حاصلاتو اټکل شوی دی.
هغه وویل، د انګورو حاصلاتو ډېرېدو د دغه محصول پر بیو هم اغېزه کړې؛ په تېرو کلونو کې به یو کیلو انګور تر ۶۰ افغانیو پلورل کېدل، خو سږ کال له ۲۰ تر ۳۰ افغانیو پلورل کېږي.
د سرپل د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر په خبره، اوسمهال د دغه ولایت په ۷۷۳۵ هکتاره ځمکه د انګورونه باغونه دي.
بلخوا، بڼوال د انګورو حاصلاتو ډېرېدو ته خوښ دي او وایي چې حکومت باید له هېواده بهر د دغه محصول د صادراتو برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
سرپل کې یو بڼوال عبدال وایي: «سږ کال د انګورو حاصلات نسبت تېر کال ته ښه دي، موږ خوښ یو چې ډېر حاصلات اخلو.»
هغه وویل، که له هېواده بهر د انګورو صادرات ډېر شي، بڼوال کولای شي ښه عاید ترلاسه کړي.
د دغه ولایت د سانچارک ولسوالۍ یوه بل بڼوال قهار وویل چې د ورښتونو ډېروالي کرنیزو محصولاتو ته ګټه ورسوله او د انګورو حاصلات هم ښه دي.
دی له حکومته غوښتنه کوي چې له هېواده بهر د انګورو مارکېټ ته پاملرنه وکړي.
ورته مهال، د سرپل د کرنې ریاست مسوولین وایي چې د کرنې وزارت د انګورو د پلور بازار برخه کې هم هڅه کړې او یو شمېر هېوادونو ته یې عملاً صادرات روان دي او لا هڅه به وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP