ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د اوړو او بورې بیې یو څه ټیټې شوې دي

کابل ښار کې د اوړو او بورې بیې یو څه ټیټې شوې دي

author avatar
31 Aug 2024 - 13:54
کابل ښار کې د اوړو او بورې بیې یو څه ټیټې شوې دي
author avatar
31 Aug 2024 - 13:54

کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۳): نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د قزاقي اوړو، هندي بورې، پټرول تېلو او مایع ګاز بیې ټیټې خو د مالیزیایي غوړیو او سرو‌زرو بیې لوړې شوې دي.

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یو لېتر پټرولو بیه له ۶۵ څخه ۶۳ ته راټیټه شوې ده.

خو سرچینه وايي، نن هم د تېرې شنبې په څېر د یو لېتر ډېزلو بیه ۶۶ افغانۍ ده.

خو د کابل ښار په کلوله‌پشته سیمه کې یوه ګازپلورونکي محمدشریف وویل چې نن د تېرې شنبې په نسبت د یو کیلوګرام ګاز بیه له ۵۲ څخه ۵۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د یادو پلورونکو په خبره، د نړۍوالو بیو تیټېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې هم د پټرولو او مایع ګاز بیې ټیټې شوې دي.

خوراکي توکي

په کابل ښار کې د خوراکي توکو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۶۰۰ څخه ۱۵۸۰ افغانیو او د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۲۶۵۰ څخه ۲۵۵۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د نوموړي په خبره، د بورې او اوړو بیې د هغو د وارداتو ډېرېدو او ورته د تقاضا کمېدو له امله ټیټې شوې دي.

خو سرچینه وايي، نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړیو بیه له ۱۴۰۰ څخه ۱۴۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د نوموړي په خبره، د سالنګ لویې لارې بندېدو او په مالیزا او روسیه کې د غوړیو بیو لوړېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې هم د دغو توکو بیې لوړې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې نن هم لکه تېرې شنبې په څېر ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سیله وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو مارکېټ کې د دغو توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل چې نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۶۳۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۶۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۵۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

سره زر

د کابل ښار د تیمورشاهي پر واټ د حاجي صالح‌زاده د سرو زرو پلورنځي مالک محمدفواد وویل چې نن د تېرې اونۍ په پرتله د یو ګرام  ٧٥٠ عیار عربي  سره زر له ۴۶۰۰ څخه ۴۶۵۰ افغانیو او ‎یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سره زر له ۳۶۰۰ څخه ۳۶۵۰ افغانیو ته لوړ شوي دي.

د زرګرانو په وینا، د کابل ښار په بازارونو کې د سرو‌ زرو بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلون سره تړاو لري.

د اسعارو بیه

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافي مالک حاجي حسین وویل چې نن د یو امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۰ اعشاریه ۳۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۸ افغانۍ بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د وږي په ۳مه ‎یو امریکايي ډالر په ۷۰ اعشاریه ۸۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانیو بدلېدې.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.