غزنيښار (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۳): د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې په دوو ترافیکي پېښو کې یو کس مړ او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل، لومړۍ ترافیکي پېښه نن د غزني ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د روضې کوتل ته څېرمه د دوو مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله شوې ده.
هغه وايي چې په دې پېښه کې یو کس مړ شوی او درې نور ټپیان دي.
دغه راز، سرحدي زیاتوي چې دویمه ترافیکي پېښه د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د غزني - پکتیا پر لویه د یوه موټر او موټرسایکل د ټکر له المه شوې ده.
د نوموړي په خبره، په دې پېښه کې درې کسان ټپیان شوي دي.
هغه وايي چې د یادو پېښو ټپیان روغتون ته انتقال شوي او د پېښو رامنځته کېدو علت د چلوونکو بېاحتیاطي ده.
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم په غزني کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP