کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږېکوونکې دفتر (اوچا) وایي چې سویډن د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۶،۸ میلیون امریکایي ډالره مرسته اعلان کړې ده.
اوچا نن پر خپله اېکسپاڼه د سویډن له دې مرستې مننه کړې ده.
یاد دفتر زیاته کړې، یاده اندازه مرسته به د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال په اوږدو کې ولګول شي.
سرچینه زیاتوي، سویډن له ۲۰۱۴ زېږدیز کال راهیسې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره تر دې مهاله څه باندې ۸۵ میلیون امریکایي ډالره مرسته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړۍوال پروګرام د تېرې زمري میاشتې په ۲۵مه اعلان کړی و چې امریکا او برېتانیا له افغانستان سره ۳۳۰ میلیون ډالر بشري مرسته کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن