ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د یو شمېر خیریه بنسټونو، اتحادیو او شوراګانو دفترونه تړل شوي

کابل کې د یو شمېر خیریه بنسټونو، اتحادیو او شوراګانو دفترونه تړل شوي

author avatar
1 Sep 2024 - 15:32
کابل کې د یو شمېر خیریه بنسټونو، اتحادیو او شوراګانو دفترونه تړل شوي
author avatar
1 Sep 2024 - 15:32

کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۳): د عدلیې وزارت وایي، کابل ښار کې یې د ۳۴ ټولنو، خيریه بنسټونو او شوراګانو د دفترونو ارزونه کړې چې په پایله کې یې د درېیو خيریه بنسټونو، یوې ټولنې او یوې شورا دفترونه د غیرقانوني فعالیت له امله تړلي دي.

د عدلیې وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دا ارزونه په تېره څه باندې یوه میاشت کې ترسره شوې او په ترڅ کې یې د ۱۸ اتحادیو، ۱۵ خیریه بنسټونو او یوې شورا فعالیتونه نظارت او د یاد پلاوي له ‌خوا وارزول شول.

سرچينې لیکلي چې د یادې ارزونې په ترڅ کې  درې خیریه بنسټونه، یوه اتحادیه او یوه شورا د رسمي جوازونو نه ‌لرلو، د جواز مودې پای ته رسېدلو او یو لړ سرغړونو له امله وتړل شول.

خبرپاڼه کې راغلي چې د څارنې پلاوي د دغو خیریه بنسټونو او اتحادیو متصدیانو ته توصیه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت له اصولو او پالیسۍ سره سم فعالیت وکړي او دغه راز، له هغوی یې وغوښتل چې پر خپل ‌وخت د خپلو فعالیتونو راپور د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو ریاست ته وړاندې کړي.

عدلیې وزارت لیکلي، د دغه وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو د چارو رياست نظارتي پلاوی په دوامداره توګه د اتحادیو او خیریه بنسټونو له فعالیتونو بررسي او نظارت ترسره کوي څو د غیرقانوني فعالیتونو مخنیوی وکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.