کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۳): د عدلیې وزارت وایي، کابل ښار کې یې د ۳۴ ټولنو، خيریه بنسټونو او شوراګانو د دفترونو ارزونه کړې چې په پایله کې یې د درېیو خيریه بنسټونو، یوې ټولنې او یوې شورا دفترونه د غیرقانوني فعالیت له امله تړلي دي.
د عدلیې وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دا ارزونه په تېره څه باندې یوه میاشت کې ترسره شوې او په ترڅ کې یې د ۱۸ اتحادیو، ۱۵ خیریه بنسټونو او یوې شورا فعالیتونه نظارت او د یاد پلاوي له خوا وارزول شول.
سرچينې لیکلي چې د یادې ارزونې په ترڅ کې درې خیریه بنسټونه، یوه اتحادیه او یوه شورا د رسمي جوازونو نه لرلو، د جواز مودې پای ته رسېدلو او یو لړ سرغړونو له امله وتړل شول.
خبرپاڼه کې راغلي چې د څارنې پلاوي د دغو خیریه بنسټونو او اتحادیو متصدیانو ته توصیه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت له اصولو او پالیسۍ سره سم فعالیت وکړي او دغه راز، له هغوی یې وغوښتل چې پر خپل وخت د خپلو فعالیتونو راپور د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو ریاست ته وړاندې کړي.
عدلیې وزارت لیکلي، د دغه وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو د چارو رياست نظارتي پلاوی په دوامداره توګه د اتحادیو او خیریه بنسټونو له فعالیتونو بررسي او نظارت ترسره کوي څو د غیرقانوني فعالیتونو مخنیوی وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن