ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني او سرپل کې د دوو سړکونو جوړولو چارې پيل شوې

غزني او سرپل کې د دوو سړکونو جوړولو چارې پيل شوې

غزني‌ښار – سرپل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۳): په غزني او سرپل ولایتونو کې د څه باندې ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د دوو سړکونو جوړولو چارې پيل شوې.

په غزني کې د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د دغه ولایت ښاروال مولوي محمدنبي حمزه وویل چې د غزني ښار اړوند د غیب قلندر سیمه کې د شپږ سوه متره سړک پخولو چارې پيل شوې.

هغه وویل، پر دغه سړک شاوخوا اووه میلیون افغانۍ لګول کېږي او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر له لوري ورکول کېږي.

حمزه زیاته کړه چې د دغه سړک جوړولو کې سلو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او چارې به یې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

دغه راز، د غزني والي حافظ امین جان عمري پژواک ته وویل: «موږ ژمن یو چې ولس ته کار وکړو، څو د خلکو اقتصاد قوي شي.»

هغه خلکو ته ډاډ ورکړ چې حکومت دې هر اړخیز خدمات ورته وړاندې کوي.

د یو بل خبر له مخې، په دایکندي کې هم د ۱۴ کیلومتره سړک د جغل اچونې چارې پيل شوې.

د دایکندي د والي ویاند سید غضنفر کاظمي پژواک ته وویل چې دغه ۱۴ کیلومتره سړک د دایکنډي –کندهار عمومي لارې د لادوګګ له تپې پيل او د پاتو ولسوالۍ تر پلستو کلي غځېږي.

هغه وايي چې د دغه سړک پر جوړولو ۱۵ میلیون افغانۍ لګښت راځي او چارې به یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

ده وویل چې د دغه سړک په جوړېدو پاتو ولسوالۍ له کندهار ولایت سره نښلول کېږي او خلکو ته به په تګ راتګ کې اسانتیا رامنځته شي.

دا په داسې حال کې چې له دې مخکې د دایکنډي اوسېدونکو خپلو سیمو ته د سړکونو له نشتوالي شکایتونه کړي وو او په دې برخه کې یې د حکومت د پاملرنې غوښتنه کړې وه.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.