سرپل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۳): سرپل کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د نجونو یوه ښوونځي ته د څه باندې ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د سرپل د پوهنې ریاست د ښوونې او روزنې برخې امر هدایتالرحمن صداقت پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د دغه ولایت د سانچارک ولسوالۍ په ګذر کلي کې د ۱۵.۷ میلیون افغانیو په لګښت د نجونو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
هغه وايي، د یاد ښوونځي د ودانۍ لګښت د «paco» موسسې له خوا ورکړل شوی دی.
د هغه په خبره، دغه ودانۍ یو پوړ کې جوړه شوې ده چې اته درسي او څلور اداري خونې، پنځه تشنابونه او یوه د ساتونکو خونه لري.
هغه زیاته کړه، سولري سیستم لرونکې څاه، د زدهکوونکو لپاره ۱۶۰ جوړې څوکۍ او مېزونه، شپږ اداري مېزونه او ۱۲ د ښوونکو لپاره څوکۍ برابرې شوې دي.
نوموړي څرګنده کړه چې د دغه ښوونځي زدهکوونکو مخکې د هلکانو په ګذر لېسه کې زدهکړې کولې خو د یادې ودانۍ په جوړېدو د هغوی دا ستونزه حل شوه.
د سرپل د سانچارک ولسوالۍ د ګذر کلي یوه اوسېدونکي حاجي عبدالله وویل: «ډېر خوشحاله یم چې زموږ د لوڼو لپاره جلا ښوونځی جوړ شوی دی.»
دغهراز، د ګذر کلي یوه بل اوسېدونکي سلیم وویل چې دغه ښوونځی ټول امکانات لري او زدهکوونکو ته یې د سرپناه له اړخه اسانتیا رامنځته شوه.