ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د دوو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې

خوست کې د دوو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې

author avatar
2 Sep 2024 - 14:58
خوست کې د دوو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې
author avatar
2 Sep 2024 - 14:58

خوست ښار (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۳): خوست ښار کې د څه باندې ۱۸ ميليون افغانيو په لګښت د دوو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.

مسوولين وايي، دغه پروژې چې د ښار په دويمه او درېيمه ناحيو کې پلې کېږي، په ترڅ کې به يې څه د پاسه نهه سوه متره ویالې او سړک په اساسي ډول جوړ شي.

د خوست ښاروال قاري بسم‌الله بلال د دغو پروژو د کار د پيل پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې روان کال به په خوست ‎ښار کې د ښاروالۍ له خوا ۳۲ بېلابېلې رغنيزي پروژې پلې شي.

نوموړي وويل د يادو پروژو له ډلې پر پنځو يې دا مهال کار روان دی چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

هغه زياتوي: «ان‌شاءالله په کم وخت کې به موږ شپږ پروژې نورې پيل کړو چې مراحل يې خلاص شوي دي، نو قدم په قدم به مخکې ځو. د دې ترڅنګ کومې پروژې چې نورې پاتې دي ځينې يې په انجينرۍ او ځينې يې په تدارکاتو کې دي، خو ان‌شاءالله سږ کال موږ ۳۹۰ ميليونه افغانۍ بودجه د دې لپاره ځانګړې چې ۳۲ پروژې په پلان کې ورته لرو.»

په همدې حال کې د خوست والي عبدالقیوم روحاني د ښاروالۍ له خوا د پيل شوو رغنيزو چارو ستاینه کوي او زياتوي چې اوسنی امنيتي وضعيت د رغنيزو پروژو د پلې کېدو لپاره ښه فرصت دی.

نوموړي خپلو خبرو کې وويل چې ټولې مسوولې ادارې دې له موجوده فرصته سالمه ګټه واخلي.

دی وايي: «دا يو فرصت دی او بايد موږ کار ترې واخلو، دا مې ټولو مسوولينو ته سپارښتنه ده. که چېرې اوس خپل استعداد څخه کار نه اخلو، بيا به يې کله اخلو.»

ورته مهال، ښاریان هم په ښار کې د رغنيزو پروژو پر پیل کېدو خوښ دي، خو ټينګار يې دا دی چې کيفيت ته يې بايد ځانګړې پاملرنه وشي.

د ښار يوه اوسېدونکي بيت‌الله جان پژواک ته وويل: «ډېر خوښ يم چې ښاروالۍ د دغه سړک د جوړولو کار پيل کړ. دلته ډېرې خاورې او ګردونه وي، خلک يې ډېر په تکليف کړي دي، کله چې جوړ شي دا مشکلات به حل شي.»

ښاريان همدا ډول وايي، که يادې پروژې پر خپل وخت سرته ورسېږي، نو له ګڼو اسانتياوو به برخمن شي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.