ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښاریان د سون لرګیو بیې لوړېدو اندېښمن کړي

کابل ښاریان د سون لرګیو بیې لوړېدو اندېښمن کړي

author avatar
5 Sep 2024 - 17:03
کابل ښاریان د سون لرګیو بیې لوړېدو اندېښمن کړي
author avatar
5 Sep 2024 - 17:03

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۳): د اوړي موسم په پای ته رسېدو سره، یو شمېر کابل ښاریان د تېر کال د همدې مودې په پرتله د سون لرګیو د بیې له لوړېدو شکایت لري او له مسوولینو دغه برخه کې د پاملرنې غوښتنه کوي.

د کابل ښار د تایمني په چمن سیمه کې د لرګیو پلورونکي سیدمقیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د سون لرګیو بیه لوړه شوې ده.

هغه وايي، نن (پنجشنبه، د وږي ۱۵مه) یو خروار بلوط  لرګي په ۱۲ زره افغانۍ او یو خراور د ارچې لرګي په ۱۳ زره او ۵۰۰ افغانیو پلورل کېږي.

هغه وویل، دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په همدې موده کې یې یو خروار بلوط په ۸۰۰۰ افغانۍ او یو خروار ارچه هم په همدغه بیه پلورله.‎

د هغه په خبره، د سون لرګیو د بیې لوړېدو لامل په هېواد کې د اسلامي امارت له لوري د ځنګلونو ‎پر وهلو د بندیز لګول دي.

خو هغه وویل چې د ډبرو سکرو بیې بدلون نه دی کړی او دا مهال یو ټن د ډبرو سکاره په ۷۲۰۰ افغانیو پلورل کېږي.

نوموړي وویل چې لرګي پلورونکي د ځنګلونو وهلو پلوي نه دي او زیاته یې کړه: «له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې همغه لرګي چې مخکې په غرونو کې وهل شوي او سوداګرو ذخیره کړي، اجازه ورکړي چې کابل ته یې راوړي څو بیه یې یو څه ارزانه شي؛ ځکه ژمی هم را روان دی او زموږ بېچاره خلک یې واخستلای شي.»

په همدې حال کې، د کابل ښار په چهارراهي شهید سمیه کې یوه لرګي پلورونکي فاروق وویل چې د بلوط لرګیو پر وارداتو د بندیز له امله د هغه بیه لوړه شوې ده.

هغه وویل، نن د یو خروار بلوط لرګيو بیه ۱۱ زره او ۵۰۰ افغانۍ او یو خروار د ارچې لرګي په ۱۲ زره افغانۍ پلورل کېږي، په داسې حال کې چې د تېر کال په همدې موده کې یو خروار بلوط لرګي په ۸۰۰ او یو خروار د ارچې لرګي په ۷ زره او ۵۰۰ افغانیو پلورل کېدل.

نوموړي هم وویل، د اسلامي امارت له لورې د ځنګلونو پر وهلو د بندیز له امله د سون لرګیو بیه هم لوړه شوې ده.

هغه وویل، ډېری لرګي له خوست او ننګرهار څخه کابل ته واردېږي او دغه‌راز یې زیاته کړه، بازار کې د بلوط لرګيو نشتون له امله خلک اړ شوي چې د توت ونو وهلو ته مخه کړي.

هغه د اسلامي امارت له مسوولینو وغوښتل چې د سون لرګیو بیې کنټرول کړي.

ښاریان هم د لرګیو د بیو د کموالي غوښتنه کوي.

د کابل ښار د چهارراهی شهید یوه اوسېدونکي نصیب‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، د ژمي د سون توکو لپاره یې یوه اندازه پیسې ټولې کړې وې خو د لوړو بیو له امله یې ونشوای کولای چې لرګي وپیري.

نوموړي له اسلامي امارته وغوښتل چې د لرګیو بیې کنټرول کړي څو ژمي کې بې‌وزله خلک ستونزو سره مخ نشي.

ورته مهال، د افغانستان د کسب‌ګرو او هټۍوالو خونه کې د کابل ښار د لرګیو او ډبروسکرو پلورونکو اتحادیې عمومي رییس امیرمحمد کابلي کابل ښار کې د لرګیو د بیو د لوړېدو په تایید وویل، نږدې دوه کاله مخکې د سرپرست حکومت د اړوندو بنسټونو له لورې په سویلي ولایتونو کې د ځنګلونو پر وهلو بندیز ولګول شو.

هغه وايي، د ځنګلونو پر وهلو له بندیز وروسته، بازارونو کې لرګي کم شوي او بیه یې هم لوړه شوې ده.

د نوموړي په خبره، له همدې امله یادې اتحادیې څو ځلې غوښتنه کړې چې په دې اړه له سره غور وشي او خپلو هڅو ته به ادامه ورکوي څو دې ستونزې ته د حل لار پیدا شي.

هغه وویل چې د بلوط ونو پر وهلو بندیز له امله بازار کې د میوو په ځانګړې توګه د توت، زردالو، مڼې او نورو ونو لرګي موندل کېږي چې له پغمان، چهاراسیا او شکردرې ولسوالیو څخه راوړل کېږي؛ ځکه چې خلک خپلې هغه ونې چې حاصلات نه ورکوي او یا وچې شوي، وهي او خرڅوي یې.

نوموړي له سرپرست حکومته وغوښتل چې د ژمي په موسم کې دې خلکو لپاره د لرګیو بدیله لار ومومي او یا اجازه ورکړي چې د لرګیو واردات ادامه ولري.

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه چې دې برخه کې د سرپرست حکومت د یوې اړوندې ادارې ځواب تر لاسه کړي خو بریالی نشو.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.