کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۳): د «چین مرکزي اسیا د نفت او ګاز شرکت» رییس له بلال کریمي سره کتنه کې په افغانستان کې د نفتو د استخراج چارو چټکتیا او پراختیا په اړه غږېدلی او ویلي یې دي چې په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت ماشینري ولېږي.
په چین کې د افغانستان سفارت پرون (چهارشنبه) ناوخته د یوې خبرپاڼې په خپرولو په دغه هېواد کې د اسلامي امارت له سفیر بلال کریمي سره د «چین مرکزي اسیا د نفت او ګاز شرکت» (CAPEIC) له عمومي رییس وین بن لي سره د لیدنې خبر ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د نفتو د استخراج بهیر او د تړون د ټولو شرطونو د هر اړخیز تطبیق په اړه خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې د چیني شرکت رييس ډاډ ورکړی چې د نفتو د استخراج بهير چټکتيا لپاره به لا زياتې هڅې وشي او په نږدې راتلونکي کې به د ۱۰۰ ميليون ډالرو په ارزښت ماشينري او تجهيزات افغانستان ته واستوي.
هغه دغهراز ټینګار کړی چې د افغان انجینرانو د ظرفیت لوړولو لپاره په پام کې لري څو دوی ته روزنیز پروګرامونه جوړ او د چین په پوهنتونونو کې د زدهکړو زمینه ورته برابره کړي.
د یادولو ده، اسلامي امارت د تېر کال په لومړیو کې د مرکزي اسیا د نفت او ګاز له یوه چینايي (CAPEIC) شرکت سره د هېواد په شمال کې د نفتو د استخراج ۲۵ کلن تړون لاسلیک کړ چې پر بنسټ به یې افغانستان په لومړي سر کې «۲۰ سلنه شریک وي او دا ونډه به په راتلونکي کې ۷۵ سلنې ته» لوړه شي.
افغانستان د بېلابېلو کانونو او تېل او ګازو په ګډون پراخې طبيعي زېرمې لري چې ارزښت يې تر درې ټريليون امریکايي ډالرو اټکل شوى، خو په هېواد کې د تېرو څلورو لسيزو جګړو له امله له دغو زېرمو د ګټې اخیستنې زمینه برابره نه شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP