Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د ښځو په ګډون نږدې ۳۰۰ ډاکټران د تخصص له دورې فارغ شول

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۳): کابل کې د ښځو په ګډون نږدې ۳۰۰ ډاکټرانو خپله د تخصص دوره بشپړه کړه او د فراغت په مناسبت یې جوړه شوې غونډه کې چارواکو وویل چې د هېواد پر روغتیايي سیستم د شته بې‌باورۍ د له منځه تلو لپاره دې دغه متخصصين خلکو ته په لوړ کیفیت روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

تېره شپه په کابل کې د شاوخوا ۱۶ ښځينه‌وو په ګډون نږدې ۳۰۰ ډاکټرانو خپله د تخصص دوره بشپړه کړه او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې یې د فراغت‌ سندونه ترلاسه کړل.

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص ریاست سرپرست ډاکټر محمدحیدر عمر د یادو نږدې ۳۰۰ مختصصینو په فراغت‌غونډه کې وویل چې د تخصص د شمولیت پروسه ډېر رڼه وه او هیڅوک پرې شک نه شي کولای.

هغه زیاته کړه: «په دې کې یو فیصد څه، نيم فیصد هم شک نه شي کېدای، نه په کې خيانت کېږي او نه په کې د چا سفارش چلېږي.»

دغه راز، په یاده فراغت‌غونډه کې د عامې روغتيا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي وویل چې د دغو متخصصینو په فراغت سره به د افغانانو دردونو او سفرونو ته د پای ټکی کېښودل شي او هغوی به په ښه ډول د خلکو درملنه کوي.

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دغو مراسمو کې وویل، په افغانستان کې د تېرو څلوېښت کلونو په اوږدو کې د هېواد روغتيايي سیستم له سختو ستونزو سره مخ شوی، نو اړینه ده چې دغه سیستم بېرته ورغول شي او خپل باور بېرته پیدا کړي.

د هغه په خبره: «د اشغال پر مهال او د ډالرو په باران کې متاسفانه چې د افغانستان روغتيايي سیستم ته اساسي کار ونه شو، د بې‌کیفیته درملو له امله هېوادوال له ستونزو سره مخ او د فساد له امله دولتي روغتيايي مراکز کمزوري شول.»

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل چې د افغانستان «ځورېدلی ملت» با کیفیته روغتیايي خدماتو ته اړتیا لري، د هېواد ډېرو سیمو، په ځانګړي ډول په لرو پرتو سیمو کې داسې روغتيايي مرکزونه چې د خلکو ښه درملنه په کې وشي، شتون نه لري.

هغه زیاته کړه: «یوه غوښتنه مې له متخصصو ډاکټر صاحبانو دا ده چې هڅه وکړئ، کومې زده‌کړې مو چې کړې، د یو مسلمان په توګه، خپل ایماني مسوولیتونه په پام کې ونیسي او ځيني شکایتونه چې کېږي او ویل کېږي چې ډاکټر صاحبان هغه درمل ناروغ ته لیکي چې په خپل درملتون کې یې وي او مقابل لوری په نظر کې نه نیسي او دې ته پام نه کوي چې دا د ناروغ، ناروغۍ ته ګټه رسوي او که نه.... دې کار ته د پای ټکی کېږدئ.»

د فارغو ډاکټرانو په استازيتوب ډاکټر مصطفی رحماني وویل، هڅه به وکړي هېوادوالو ته په لوړ کیفیت روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي، څو ناروغ افغانان بهر ته د درملنې په موخه تګ ته اړ نه شي.

هغه له چارواکو وغوښتل چې په هېواد کې د متخصصو ډاکټرانو او روزونکو روغتيايي ډاکټرانو شمېر لوړ، د هغوی د تنخواګانو لوړولو ته پام وکړي، طبي وسایل او تجهیزات ډېر کړي، څو ډاکټران وکولای شي په ښه کیفیت روغتيايي خدمتونه ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.