Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې لسګونو کارګرو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده

پلخمري (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۳): بغلان کې سیمه‌ییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د یونیسف دفتر په مالي ملاتړ سلو کارګرو ماشومانو ته د لومړنیو زده‌کړو شپږ میاشتني ټولګي جوړ شوي دي.

د بغلان د کار او ټولنیزو چارو رییس قاري نصرت‌الله پارسا پژواک خبري اژانس ته وویل، سلو هغو ماشومان ته - چې د کورنیو بېوزلۍ له امله یې د پلخمري ښار پر واټونو کارونه ترسره کول – د «هایسو» په نوم یوې موسسې په همکارۍ ورته د زده‌کړو شپږ میاشتني ټولګي جوړ شوي دي.

دی وايي، یاده موسسه چې یونیسف یې مالي ملاتړ کوي، دغه شمېر ماشومانو ته د لومړنیو زده‌کړو ترڅنګ د ورځې نږدې سل سل افغانۍ هم ورکوي څو د زده‌کړو ترڅنګ هغه اندازه پیسې چې له دې مخکې یې د ښار پر واټونو د کار په بدل کې ترلاسه کولې، هم خپلو کورنیو ته یوسي.

دغه راز، د هایسو موسسې ولایتي مسوول عبدالحکیم مظلومیار وایي، دا هغه بېوزله کارګر ماشومان دي چې په پلخمري ښار کې د ترسره شوې سروې له مخې پېژندل شوي وو.

دی زیاتوي، دغو ماشومانو ته د سهارني خوړو ترڅنګ د کورنۍ اقتصادي ملاتړ په موخه د میاشتې ۳۰۰۰ افغانۍ هم ورکول کېږي او وروسته له شپږو میاشتو به پوهنې ریاست ته معرفي شي چې په رسمي ټولګیو کې یې شامل کړي.

یاد کارګر ماشومان خوښ دي او وایي چې د زده‌کړو ترڅنګ سهارني خواړه او پیسې دواړه ورکول کېږي.

۱۲ کلن مصطفی پژواک خبري اژانس ته وویل، پلخمري ښار کې رنګمالي کوي، دلته په شاملېدو ځکه خوښ دی چې د سهار خواړه او پیسې دواړه ورکوي او ترڅنګ یې لیک لوست هم زده کوي.

نوموړی د زده‌کړو د دې لړۍ غځېدو او د پاتې کارګرو ماشومانو شامېلدو غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې یونیسف دوه کاله مخکې په دغه ولایت کې د ترسره کړې سروې له مخې، شاوخوا ۱۴ زره کارګر ماشومان ثبت کړي وو چې یو شمېر یې د کار کولو له امله له زده‌کړو هم پاتې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.