ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشریف ښار کې خلک د غږیزې ککړتیا له ډېرېدو شکایت کوي

مزارشریف ښار کې خلک د غږیزې ککړتیا له ډېرېدو شکایت کوي

author avatar
5 Sep 2024 - 15:37
مزارشریف ښار کې خلک د غږیزې ککړتیا له ډېرېدو شکایت کوي
author avatar
5 Sep 2024 - 15:37

مزارشریف (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۳): د بلخ د مرکز مزارشریف ښاریان شکایت کوي چې د لاسي‌پلورونکو له خوا د توکو د پلور په موخه د لوډسپېکرونو کارول په ښار کې غږيزه ککړتیا رامنځته کړې او له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوى له ځايي مسوولینو غواړي چې له لاسي پلورونکو دې لوډسپېکرونه ټول کړي او د وسایطو بې‌ځایه هارنونو مخنیوی دې هم وکړي.

د مزارشریف ښار اوسېدونکي صبغت‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل چې په ښار کې غږیزه ککړتیا ډېره شوې، لاسي پلورونکي له سهاره تر ماښامه پر خپلو کراچیو لوډسپېکرونه روښانه کړي وي چې غږونو يې خلک ناارامه کوي.

هغه زیاتوي، پر دې سربېره یو شمېر موټر هم پر سړکونو د کراچيو او نورې ګڼې‎ګوڼې له امله هارنونه کوي چې خلکو ته یې د غوږونو مشکل پیدا کړی دی.

نوموړي له ځایي مسوولینو وغوښتل، د غږیزې ککړتیا مخنیوي په موخه دې له لاسي پلورونکو لوډسپېکرونه ټول او بې‌ځایه غږونه دې کنټرول کړي.

د مزارشریف ښار یو بل اوسېدونکی شیرین‌اغا چې ښار کې هټۍ لري وایي، د لوډسپېکرونو، د موټرو او موټرسایکلونو غږونه دومره لوړ وي چې خلک يو د بل خبرې په اسانه نه اوري.

هغه زیاتوي چې غږیزې ککړتیا خلکو ته ډېرې رواني او نورې ستونزې پیدا کړې؛ مسوولين يې بايد مخه ونيسي.

نجیب‌الله د دغه ښار بل اوسېدونکی هم ورته خبره کوي او وایي، د غږیزې ککړتیا له امله خلکو ته رواني ستونزې پیدا شوې دي.

هغه زیاتوي: «د لوډسپېکرونو او هارنونو غږونو خلکو ته بېخي عصبي مشکلات پيدا کړي، موږ يې د مخنيوي غوښتنه کوو.»

په همدې حال کې یو شمېر ډاکټران هم وایي، غږیزه ککړتیا د انسان پر ذهن منفي اغېز لري.

مزارشریف کې د رواني برخې یو ډاکټر اسدالله الفت په دې اړه پژواک ته وویل: «غږیزه ککړتیا چې له بده مرغه نن سبا پرې هيڅ قید او بند نشته، ورځ تر بلې ډېرېدونکې ده، د انسان فکر او اعصاب ګډوډوي او بیا یې تمرکز له منځه وړي، که څوک پرله‌پسې له غږیزې ککړتیا سره مخ وي، نو اعصاب او روان یې زیانمنېږي، ښه دا ده چې له غږیزې ککړتیا لرې و اوسئ.»

د بلخ د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولین هم د خلکو ستونزې مني او د حل ډاډ یې ورکوي.

د چاپېریال ساتنې رییس شمس‌الدین ابوخالد پژواک خبري اژانس ته وويل چې رښتیا هم غږیزې ککړتیا خلکو ته ډېر رواني او عصبي ستونزې پیدا کړې دي.

ابوخالد زیاته کړه، د بلخ ولایت مقام په مشرۍ د ترافیکو له مدیریت او د مزارشریف له ښاروالۍ سره یې په ګډه کمېټه جوړه کړې او تر دې مهاله یې له ۱۲۸ موټرسایکلونو غیرمعیاري سلنسرونه او ۲۵ لوډسپېکرونه راټول کړي او هڅه کوي څو د غږيزي ککړتيا مخنيوی وکړي.

د مزارشریف ښار اوسېدونکي په داسې حال کې د غږیزې ککړتیا له ډېرېدو شکایتونه کوي چې له دې مخکې د ننګرهار، کندهار، کابل، سمنګان او خوست ولایتونو اوسېدونکو هم ورته شکایتونه کړي وو.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.