Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کابل کې د سوک‌وهنې سیالۍ پیل شوې

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۳): د المپیک ملي کمېټه وایي چې د کابل ښار د څلورو زونونو او درېیو ولسوالیو د ۲۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل د سوک‌وهنې لوبډلې ته د لوبغاړو غوراوي په موخه سیالۍ پیل شوې.

د المپیک ملي کمېټې او د سپورټ عمومي ریاست نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، په کابل کې د سوک‌وهنې ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار د څلورو زونونو او د درېیو ولسوالیو ورزشکارانو ترمنځ د کابل د سوک‌وهنې لوبډلې لپاره د لوبغاړو غوراوي سیالۍ پیل شوې چې شپږ ورځې به دوام ولري.

سرچینې زیاته کړې، په دغو سیالیو کې د کابل ښار زونونو سربېره له بګراميو، کوهدامن او پغمان ولسوالیو ۲۲۰ ورزشکارانو ګډون کړی دی.

سرچینه کاږي، په دغو سیالیو کې ورزشکاران په ۱۳ وزني کټګوریو کې د یو بل پر وړاندې لوبېږي.

د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، د دغو سیالیو په پای کې به ۲۶ غوره ورزشکاران د کابل د سوک‌وهنې لوبډلې لپاره انتخاب شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.