جلالاباد (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۳): سېمهییز مسوولین وايي، د ننګرهار ولايت په حصارک ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله د یوېناوې په ګډون ۱۴ کسان ټپیان شوي دي.
د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوال مولوي احمد نظامي وايي، دغه پېښه د یادې ولسوالۍ ګړۍ سیمه کې نن مازیګر د یوې ډاډسن ډولهموټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، په دغه پېښه کې د یوې ناوې په ګډون ۱۴ کسان ټپیان شوي.
دی وویل، ټپیان د درملنې په موخه د ولسوالۍ روغتون ته انتقال شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن