Language

هلمند کې د ښوونځيو له ۷۶ زره زده‌کوونکو سره د قرطاسیې مرسته وشوه

لښکرګاه ( پژواک ، ۱۶ وږی ۱۴۰۳ ): د هلمند سیمه‌ییز مسوولین وایي، یونیسف د دغه ولایت په مرکز او ولسواليو کې له لومړي تر درېیم ټولګي پورې د ښوونځیو له ۷۶۰۰۰ زده‌کوونکو سره د قرطاسیې مرسته وکړه.

د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه درسي توکي  د پوهنې ریاست په ګدام کې ځای پر ځای شوي او ښوونځيو ته به د اړتيا پرمهال په منظم ډول ووېشل شي.

نوموړي دغه‌راز د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ له ادارې (یونیسف) څخه مننه وکړه چې له پوهني رياست سره يي خپلي مرستې او همکارۍ نه دي سپمولې.

د يادوني وړ ده چې  تېره  ورځ د دغو درسي توکو د وېش لړۍ رسما پیل شوه.

Related Topics