Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پنجشېر کې د ۱۲۰ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې

پاراخ (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۳): د پنجشېر ولایت مطبوعاتي دفتر د دغه ولایت د شُتل ولسوالۍ دالان سنګ له سیمې څخه د پریان ولسوالۍ تر بامب‌وردار ګوتل پورې د ۱۲۰ کیلومتره عمومي سړک د ترمیم او داغ‌نیونې چارو د پیلېدو خبر ورکړی دی.

د پنجشېر د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه سړک داغ‌نیونې چارې نن د پنجشېر د ټولګټو ریاست له خوا پیل شوې او تر دوه‌نیمو میاشتو پورې به بشپړې شي.

د پنجشېر والي حافظ محمد اغا د دې پروژې په پرانیست‌غونډه کې وویل چې دا تصمیم په داسې حال نیول شوی چې د سالنګ لویه لاره د رغولو له امله بنده شوې او د شمال د مسافرو ډېری تګ راتګ د دغه ولایت له لارې کېږي.

د دې لارې موټرچلوونکي د دې پروژې د چارو له پیله خوښ دي.

یوه موټر چلوونکي او د دغه ولایت د بازارک سیمې اوسېدونکي لطف‌الله د خوښۍ په ښودلو سره وویل: «خرابې لارې د دې لامل کېږي چې سپرلۍ هم په تکلیف شي او زموږ موټر هم خرابېږي، هره ورځ یا ورځ وروسته مجبور مستري ته لاړ شو، موږ چې کومې پیسې ګټو له هغه ډېرې بیا د موټر پر جوړولو ځي.»

یو بل موټر چلوونکی نذیر اغا له دغه اقدامه خوښ دی او وایي چې د سړکونو په بیارغولو سره هم خلکو ته او موټر چلوونکو اسانتیاوې رامنځته کېږي.

 

 

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.