ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قرغیزستان په رسمي توګه د «طالبانو» نوم د ممنوعه ډلو له نوملړه حذف کړ

قرغیزستان په رسمي توګه د «طالبانو» نوم د ممنوعه ډلو له نوملړه حذف کړ

author avatar
7 Sep 2024 - 11:56
قرغیزستان په رسمي توګه د «طالبانو» نوم د ممنوعه ډلو له نوملړه حذف کړ
author avatar
7 Sep 2024 - 11:56

کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۳): د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت په رسمي توګه اعلان وکړ چې د «طالبانو» نوم یې د ممنوعه ډلو له فهرسته حذف کړی دی.

ټاس اژانس د قرغیزستان بهرنیو چارو وزارت اعلامیې له قوله لیکلي، دغه هېواد وروسته له بشپړې څېړنې او ارزونې پرېکړه کړې چې «طالبان» د خپلو ممنوعه ډلو له فهرست څخه حذف کړي.

د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې دغه پرېکړه یې د سیمه‌ییز ثبات او تقویت په موخه کړې ده.

ورته مهال، قرغیزستان په دې خبرپاڼه کې ویلي چې د نړۍوالې ټولنې د هڅو په ملاتړ په افغانستان او سیمه کې د سوله‌ییز چاپېریال لپاره ژمن دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دوه ورځې مخکې (پنج‌شنبه، د وږي ۵مه) اعلان کړی و چې د قرغیزستان د ممنوعه ډلو له فهرست څخه حذف شوی دی.

یاد وزارت ویلي وو چې د قرغیزستان دغه اقدام د هېوادونو او اسلامي امارت ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا پر وړاندې د خنډونو د له منځه وړلو په معنا دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.