کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۳): د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت په رسمي توګه اعلان وکړ چې د «طالبانو» نوم یې د ممنوعه ډلو له فهرسته حذف کړی دی.

ټاس اژانس د قرغیزستان بهرنیو چارو وزارت اعلامیې له قوله لیکلي، دغه هېواد وروسته له بشپړې څېړنې او ارزونې پرېکړه کړې چې «طالبان» د خپلو ممنوعه ډلو له فهرست څخه حذف کړي.

د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې دغه پرېکړه یې د سیمهییز ثبات او تقویت په موخه کړې ده.

ورته مهال، قرغیزستان په دې خبرپاڼه کې ویلي چې د نړۍوالې ټولنې د هڅو په ملاتړ په افغانستان او سیمه کې د سولهییز چاپېریال لپاره ژمن دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دوه ورځې مخکې (پنجشنبه، د وږي ۵مه) اعلان کړی و چې د قرغیزستان د ممنوعه ډلو له فهرست څخه حذف شوی دی.

یاد وزارت ویلي وو چې د قرغیزستان دغه اقدام د هېوادونو او اسلامي امارت ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا پر وړاندې د خنډونو د له منځه وړلو په معنا دی.