خوستښار (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۳): خوست کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د کورنيو چارو وزارت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د فوټبال دغه سيالۍ چې شاوخوا یوه مياشت مخکې د حکيم تڼيوال تفريحي پارک لوبغالي کې پیل شوې وې، ليدو ته يې هره ورځ د خوست له بېلابېلو سيمو زرګونه خلک ورتلل.
د دغو سياليو پایلوبه چې تېر مازديګر ترسره شوه، د کورنيو چارو وزارت منتخبې لوبډلې د وحدت کلب لوبډلې ته درې د صفر په مقابل کې ماته ورکړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون مسوولين وايي، په خوست کې فوټبال لوبه ورځ تر بلې غوړيږي او د لا پرمختګ لپاره يې دوی د هر ډول امکاناتو برابرولو ژمنه کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون رييس يوسف کارګر وايي: «د خوست د فوټبال د کيفيت کچې د تېرو درېيو څلورو کلونو په پرتله ډېر تغيیر کړی، دا د خوست د خلکو علاقهمندي ده چې له فوټباله يې ملاتړ کړی دی.»
ورته مهال، د فوټبال لوبغاړي وايي چې د دې ډول سياليو جوړول د دې لوبې د غوړېدو لپاره خورا مهمې دي.
يوه لوبغاړي رشيد په دې اړه پژواک اژانس ته وويل: «دا ډول لوبې چې موږ ته جوړيږي، زموږ لپاره ډېرې ښې دي، لوبغاړي هڅول کېږي او همدا ډول نور خلک هم ورزش ته هڅوي.»
په همدې حال کې عام خلک وايي، دا ډول سترې لوبې چې ليدو ته يې زرګونه خلک راټولېږي، د ورزش د پرمختګ سربېره د ځوانانو د يووالي برخه کې هم مهمې بلل کېږي.
د خوست يو اوسېدونکی کبير څاروان وايي: «زه له ډېر لرې ځای څخه د دې لوبې ليدو ته راغلی يم، هدف مې دا دی چې خپل ملګري او دوستان ووينم، څو ترمنځ مو مينه او محبت نور هم زيات شي.»
د يادونې ده، وخت ناوخت د خوست په بېلابېلو سيمو کې د فوټبال ورته سيالۍ جوړيږي چې خلک يې په مينه ليدو ته ورځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP