ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې یوه کس لسګونو بې‌وزلو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې

خوست کې یوه کس لسګونو بې‌وزلو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې

author avatar
8 Sep 2024 - 13:26
خوست کې یوه کس لسګونو بې‌وزلو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې
author avatar
8 Sep 2024 - 13:26

خوست‌ښار (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۳): خوست کې يوه ځوان د نجونو په ګډون لسګونه يتيمو او بې‌وزلو ماشومانو ته د زده‌کړو زمينه برابره کړې ده.

دغه يتيم او بې‌وزلي ماشومان د هېواد د بېلابېلو ولايتونو د هغو داخلي بې‌ځايه شوو کورنيو غړي دي چې دا مهال د خوست مرکز اړوند د شمل په فرار سيمه کې اوسېږي.

د عبدالمالک جوهر په نوم دغه ځوان پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا دوه مياشتې کېږي چې يادو ماشومانو ته په خپل کور کې د سهار او ماښام له خوا زده‌کړې ورکوي.

دی وايي: «دا هغه ماشومان دي چې د ورځې په شاقه کارونو باندې بوخت دي، تقريباً تر ۵۰ زده‌کوونکي دلته موږ سره ثبت دي چې نږدې نيمايي نجونې دي؛ دلته بېلابېلې زده‌کړې ورکوو موږ د الفبا څخه شروع تر اسلامياتو او لمونځونو پورې او هغه څه چې اوليتونه دي، هغه ور زده کوو، څو خپل خدای او ځان وپېژني.»

جوهر وايي، د يوه ځوان په توګه يې دا مسووليت جوړيږي چې خپله پوهه راتلونکي نسل ته ولېږدوي، څو ټولنه له شته ناخوالو په امن کې شي، خو له دولتي او غيردولتي ادارو غوښتنه کوي چې په دغه کار کې ورسره تر خپله وسه همکاري وکړي.

دی وايي: «دا ټولګی تر اوسه موږ په خپله حمايه کوو، ملګري مرسته کوي، له هغوی چنده ورته کوو او بيا دغو ماشومانو ته کتاب او کتابچه اخلو، حتا دا ماشومان دومره ضعيفه دي چې د خپلو ويښتانو جوړولو پيسې هم ورسره نشته، کله کله موږ دلته خپله ويښتان ورباندې اصلاح کوو؛ ځکه چې خپل هېوادوال مو دي.»

په همدې حال کې د دغه ټولګي زده‌کوونکي هم خوښ دي چې د زده‌کړو زمینه ورته برابره شوې ده.

د دغه ټولګي يوه زده‌کوونکي نهه کلن احسان‌الله پژواک ته وويل: «زه دلته دوه مياشتې کېږي درس وايم، زه خپل او د پلار نوم په پښتو او انګليسي دواړو باندې ليکلی شم، ډېر خوښ يم چې دلته درس وايم.»

د دغه ټولګي يوې زده‌کوونکې اته کلنه ښکلا هم ورته نظر لري او وايي، غواړي په راتلونکي کې لويه ډاکټره ترې جوړه شي.

هغې زیاته کړه: «زه دلته درس وايم، غواړم ډاکټره شم او ادب زده کړم.»

ورته مهال، د سيمې اوسېدونکي که څه هم د زده‌کړو برخه کې دا ډول کوچنۍ هڅه هم بې ګټې نه ګڼي، خو وايي، په دې سيمه کې سلګونه کورنۍ ژوند کوي او ماشومان يې بې تعليمه رالویېږي.

د سيمې يو اوسېدونکی محمدشريف وايي: «حتماً چې يو حرف چا ته ور وښيې هغه هم يو ښه تاثير لري، نو موږ د موسساتو او خپل دولت څخه دا هيله لرو چې په دغه ځای کې يو مکتب جوړ شي، څو وړې نجونې او ماشومان د تعلیم وال شي.»

بل پلو، د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د خوست په مرکز او ولسواليو کې دوی د سواد زده‌کړو ۴۵۲ محلي ټولګي لري چې د نجونو په ګډون نږې ۷ زره کسان زده‌کړې په کې کوي.

هغوی وايي، په پاتې محرومو سيمو کې هم د ورته محلي ټولګيو جوړولو پلان لري.

د خوست د پوهنې رياست وياند قاسم‌جان قاسمي په دې اړه پژواک ته وويل: «پوهنې رياست د خوست په ټولو ولسواليو کې له تعليمه محرومې سيمې د يوې لويې سروې په نتيجه کې په نښه کړې دي، اميدوار يم چې بې له ځنډه به يادو محرومو سيمو ته د معارف په چوکاټ کې د ښوونې او روزنې برخه کې اسانتياوې رامنځته شي.»

د يادونې ده، نن (د سپټمبر اتمه) د سواد زده‌کړو نړۍواله ورځ ده او دا ورځ له ۱۹۶۷ میلادي کال راهیسې هر کال په نړۍ په جلا جلا شعارونو سره نمانځل کېږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.