Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د دفاع وزارت: سلګونه نور پوځي وسایط ترمیم شول

د دفاع وزارت: سلګونه نور پوځي وسایط ترمیم شول

author avatar
10 Sep 2024 - 11:32
د دفاع وزارت: سلګونه نور پوځي وسایط ترمیم شول
author avatar
10 Sep 2024 - 11:32

کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۳): د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي چې د دغه وزارت د ځانګړو ځواکونو فرقې ورکشاپ کې څه باندې زر بېلابېل ډول پوځي وسایط ترمیم شوي دي.

ملي دفاع وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي چې د یاد وزارت د ځانګړو ځواکونو فرقې په ګارنیزیون کې ۱۱۴۵ عرادې بېلابېل ډول پوځي وسایط چې له تېرو څو کلونو راهيسې ویجاړ پراته وو، د تخنیکي ټیم له لوري ترمیم او ګټې اخيستنې ته چمتو شول.

سرچينې د جزئياتو له ورکولو پرته ليکلي چې په دغو وسایطو کې ډېر شمېر ضربتي ټانکونه، زرهي هاموې ټانکونه، رینجر، څلور ټایره موټرسایکلونه، لوی او واړه امبولانسونه او پوځي انټرنېشنل موټر شامل دي.

له دې مخکې هم د یاد وزارت اړوند په ۲۰۳ منصوري قول‌اردو کې ۳۲ بېلابېل ډول پوځي وسایط ترمیم شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.