Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جوزجان کې په ترافیکي پېښه کې یو ماشوم مړ شوی

شبرغان (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۳): جوزجان کې یوه امنیتي سرچینه وايي چې د دغه ولایت په قرقین ولسوالۍ کې یو ماشوم موټر وهلی او مړ شوی دی.

د جوزجان د قرقین ولسوالۍ امنیې قوماندان مولوي محمدالله احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه پرون (د وږي ۱۹مه) ماښام شاوخوا ۶ بجې د دې ولسوالۍ په «دالي‌اریغ» کلي کې شوې ده.

هغه زیاته کړه: «یو دوه کلن ماشوم د قرقین ولسوالۍ په دالي‌اریغ کلي کې تر یوه ټېلر لاندې شوی او مړ شوی دی.»

د احمدي د معلوماتو له مخې، د ټېلر موټر چلوونکی نیول شوی او په توقیف کې دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.