ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ د چهارکنت ولسوالۍ د تره‌لی سیمې خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

د بلخ د چهارکنت ولسوالۍ د تره‌لی سیمې خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

author avatar
10 Sep 2024 - 13:46
د بلخ د چهارکنت ولسوالۍ د تره‌لی سیمې خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري
author avatar
10 Sep 2024 - 13:46

مزارشریف (پژواک، ۲۰ وږی ١۴٠۳): د بلخ ولایت د چهارکنت ولسوالۍ د تره‌لی سيمې اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکايت لري او له حکومته د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.

په همدې حال کې د بلخ سیمه‌ییز چارواکي هم دا ستونزه تاییدوي او پر هواري یې ټینګار کوي.

د چهارکنت ولسوالۍ د تره‌لی سيمې یوه اوسېدونکي محمدایوب پژواک خبري اژانس ته وويل، د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله هره ورځ څو کيلومتره مزل کوي څو کور ته اوبه راوړي.

هغه زیاته کړه: «زموږ ستونزې ډېرې دي؛ ماشومان مو له سینده اوبه راوړي، له درس او زده‌کړو بې‌برخې دي، ‎له اسلامي امارته غواړو چې زموږ لپاره د اوبو څاګانې او ذخیرې جوړې کړي، څو له دې ستونزو خلاص شو.

د یادې سیمې یو بل اوسېدونکی حسیب‌الله وايي، د دې ولسوالۍ تره‌لي سیمه کې تر درې سوه پورې کورنۍ ژوند کوي خو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

نوموړی دغه وضعیت ستونزمن ګڼي او له مسوولو بنسټونو د همکارۍ او مرستې غوښتنه کوي.

دغه راز، د چهارکنت ولسوالۍ یوه قومي مشر شېرمحمد هم وویل چې په یاده ولسوالي کې ډېری خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او خپلې د اړتیا وړ اوبه له ویالو او ډنډونو پوره کوي.

هغه زیاتوي چې دغه اوبه نه یوازې چې صحي نه دي، بلکې د وچکالي او واورې ورېدو پر مهال یې اوبو ته لاسرسی نور هم ستونزمن کېږي.

د چهارکنت ولسوالۍ يو شمېر نور اوسېدونکي بيا وايي، د څښاک اوبو ته د نه لاسرسي ترڅنګ د روغتیایي مرکزونو، ښوونځیو او سړکونو نشتوالي یې هم له مهمو ننګونو دي.

ورته مهال، د بلخ ولایت مقام مرستیال نورالهادي ابو ادریس هم د چهارکنت د خلکو دغه ستونزې پر ځای بولي او پر هواري یې ټینګار کوي.

هغه زیاته کړه: «وروستیو درېیو کلونو کې د اسلامي امارت پاملرنه ولسوالیو ته ډېره شوې، ډېرو لرو پرتو سیمو کې سړکونه، چک‌ډیمونه، د اوبو شبکې او مکتبونه جوړ شوي، هڅه کوو د خلکو ستونزې ور حل کړو.

د يادونې ده، د چهارکنت ترڅنګ د بلخ په یو شمېر نورو ولسواليو کې هم خلک د څښاک اوبو ته لاسرسى نه لري او له حکومته د دې ستونز د حل غوښتنه کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.