کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۳): د اقتصادي چارو شنونکي وایي چې د ټاپي او نورو سیمهییزو پروژو تطبیق به اړوندو هېوادونو ته د اقتصادي ګټې ترڅنګ د سیمې پر امنیت او ثبات هم مثبت اغېز ولري.
د ټاپي د ګاز نللیکې پروژه – چې څه باندې ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او ۸۱۶ کیلومتره یې له افغانستانه تېرېږي- یو ځل په ۱۳۹۵ کال کې هم په افغانستان کې پرانيستل شوې وه، خو تر اوسه یې عملي چارې نه وې پیل شوې. د ګاز د دې نللیکې د ۲۱۴ کیلومتره برخې کار د ترکمنستان په خاوره کې بشپړ شوی او نن یې د افغانستان په خاوره کې د غځولو چارې پیل شوې.
د اقتصادي چارو شنونکي نازکمیر زیارمل پژواک خبري اژانس ته وویل، له ترکمنستان سره د ټاپي، نوري فايبر، ټاپ او اوسپنې پټلۍ پروژو پیل به د افغانستان لپاره ډېرې ګټې ولري.
دی زیاتوي: «افغانستان به د ټاپي پروژې له ټرانزیټه هر کال درې میلیون مټریک ټنه اوبلن ګاز او نږدې ۴۰۰ میلیون ډالره عاید او همدارنګه د ټاپ پروژې له ټرانزیټه به هر کال ۲۰۰ میلیون ډالر عاید ترلاسه کړي.»
هغه زیاته کړه، د ټاپي او ټاپ پروژو په مسیر کې چې څومره کلي دي هغو ته به برېښنا ورسېږي او همداراز د دغو پروژو په مسیر کې به ټول سړکونه په اساسي توګه جوړ شي.
دی زیاتوي، د دغو پروژو له پیل سره به په لکونو افغانونو ته د کار زمینه برابره شي، د بېکارۍ ګراف به ټیټ شي او د خلکو پر اقتصاد به مثبت اغېز وکړي.
د زیارمل په خبره، که چېرې دغه پروژې پلي شي د سیمې هېوادونو ترمنځ، په ځانګړې ډول د ذینفع هېوادو ترمنځ به یوه ښه همغږي رامنځته شي او د دغو پروژو له اتصال سره به له یادو هېوادو سره شته ستونزې هم د تل لپاره حل شي.
د ده په وینا، د یادو پروژو له تطبیق سره به امنیتي همکاري هم رامنځته شي، د هر امنیتي ګواښ پر وړاندې به ګډه مبارزه وشي او په ټوله کې به د دغو پروژو تطبیق د سیمې د ثبات او امنیت برخه کی مهم رول ولوبوي.
د اقتصادي چارو یوه بل شنونکي قیس محمدي پژواک ته وویل، سیمهییزې پروژې نه یوازې د افغانستان لپاره بلکې د ټولو مشترکو هېوادونو لپاره ډېرې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې ګټې لري.
هغه زیاته کړه، مخکې په افغانستان کې د دغو پروژو د نه تطبیق لوی عامل د امنیت نشتوالی او د لویو قدرتونو نه جوړېدل وو، خو دغه ستونزه اوس تر یوه حده پورې حل ده او د دغو پروژو تطبیق اوس مهم دی.
دی زیاتوي، د یادو پروژو له تطبیق سره هممهاله افغانستان د ټرانزیټي هېواد په توګه کولای شي چې د فیسونو او مالیاتو له درکه عواید هم ترلاسه کړي.
د محمدي په خبره، د داسې منطقوي پروژو پیل به په لسګونه زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړي او د بېروزګارۍ کچه به ټیټه کړي.
د ده په وینا، هغه افغانان چې د دغو پروژو د تطبیق په بېلابېلو برخو کې یې زدهکړې کړې دي او په نورو هېوادونو کې دي، هغوی ته باید بلنه ورکړل شي څو افغانستان ته راشي او د یادو پروژو په تطبیق کې مرسته وکړي.
محمدي دغه راز وویل، یادې پروژې منطقوي دي او د یوه هېواد تصمیم او تطبیق پورې اړه نه لري، د دغو پروژو مشترک ټول هېوادونه باید په عین وخت کې پروژې پیل او بشپړې کړي.
دی وایي، دغه پروژې د منطقې پر ثبات او امنیت باندې اغېز لري، د دوو هېوادونو ترمنځ نههمغږي او سیاسي بېثباتي کولای شي د دغو پروژو په تطبیق کې خنډونه رامنځته کړي.
د محمدي په خبره، هېوادونه باید خپل منځ کې د پروژو تطبیق لپاره د امنیت زمینه برابره کړي او د دغو پروژو لپاره دې یو استثنایي حالت رامنځته شي څو دغه پروژې له سیاسي غرضونو جلا وساتي.
له بلې خوا، د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ټاپي پروژې په تطبیق سره به افغانستان د مرکزي او سوېلي اسیا د وصل پر نقطه بدل شي.
سرچینې زیاته کړې، د ټاپي د ګازو نللیکه ۱۸۱۴ کیلومتره اوږدوالی لري چې د افغانستان په خاوره کې شاوخوا ۸۱۶ کیلومتره غځېږي، د ګازو د لېږد کلنی ظرفیت یې ۳۳ میلیارد مترمکعب دی، لګښت یې شاوخوا لس میلیارد ډالر تخمین شوی، د نللیکې قطر ۵۶ اینچه او د پروژې عمر ۳۰ تر ۵۰ کاله دی.
اقتصادي معاونیت د افغانستان لپاره د ټاپي پروژې ګټو ته په اشارې زیاته کړې چې افغانستان به په لومړۍ لسیزه کې ۵۰۰ میلیون، دویمه لسیزه کې یو میلیارد او درېیمه لسیزه کې ۱،۵ میلیارد مترمکعب ګاز ترلاسه کړي او ۴۵۰ میلیون ډالره د ګازو د حقالعبور کلنی عواید ترلاسه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP